د لاسرسي ځای



خالد خان مشال ريډيو پېښور

د خيبر پښتونخوا صوبايي کابینې لخوا د هغه ريكړې تود هرکلی شوی چې په ټوله صوبه کې به په سرکاري سکولونو کې له نوي تعلیمي کال څخه مورنۍ ژبې لازمي ګرځول کېږي.

ددغه پرېکړه لیک له مخې به د پښتو په ګډون ځینې نورې ژبې تر دولسم ټولګي پورې د لازمي مضمون په توګه ښودل کېږي او یو شمیر نورې وړې ژبې به تر پرایمري پورې لازمي ګرځول کېږي.

که څه هم دغه برېکړه لیک لا قانوني بڼه نه ده اخیستي خو ډېری خلک خوشبیني دي چې د خیبر پښتونخوا حکومت دا پرېکړه نه یوازې د ژبو لپاره ډېره ګټوره ده بلکه دا د پوهنې او زدکړې د پرمختیا سبب جوړېږی او ځايي خلکو ته به روزګار هم برابر شي.




د خيبر پښتونخوا كابينې په خپله تېره غونډه كې فیصله وکړه چې پښتو او نورې ژبې لکه هندكو، سرايكى، او كوهار به تر ابتدايي او دغه ډول تر دولسم جمات پورې د لازمى مضمون په توګه ښودل کېږي.

په صوبايي اسمبلۍ کې د قانون منظورېدو وروسته به دا پرېکړه عملي کېږي.

دمورنیو ژبو د زدکړو د ارزښت په اړه د ولسي تعلیمي ادارې د مرکز( د سنټر فار سوك
ايجوكيشن ) يو مشر او كارپوه قريش خټك وایي،” په پاكستان كې دا د ټولو خلکو يو آیينى او قانونى حق دی او بايد چې ژر تر ژره عملي شي.


د پښتونخوا ځینې ضلعو كې له مخكې نه ابتدايي تعليم په پښتو ژبه كې ښودل کېږي او ددې د پاره نصاب كتابونه هم شته خو د هندكو سرایيكى او كوهاري ژبو لپاره نصابي كتابونه به له نوې سره تیارېږي. د صوبې د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين وايي ددغه ګام په عملي کېدو به وخت ولګېږي.

د خيبر پښتونخوا د نصابي ادارې مشر ډاكټر فضل رحيم مروت
وايي د پښتو نصاب جوړولو کې ستونزه نلري خو د نورو ژبو پوهان او څيړونكي پر یوه متفقه لیکدود یا رسملخط کار کوي چې بيا به نصاب جوړوي .

د چترال اوسېدونکی صابر امان هم خوشاله دی چې د هغوى سيمه كې به ماشومان په مورنۍ ژبه كې زدکړې كوي خو دی اندېښنه لري چې د ژبې ښودلو لپاره هلته استاذان نشته.

د خيبر پختونخوا د تعليم وزير سردار حسين بابك وايي چې د هغوى وزارت په دې باب تياريانې نيولې دى او په دې لړ كې استاذانو ته تربيه وركول مشكل نه لري.

که څه هم ډېری خلک په صوبه كې په مورنۍ ژبو كې تعليم ورکول يو ګټور ګام بولي خو ځینې بیا دا د موجوده حكومت يو ه سياسي ايجنډه ګڼي چې د ګټې پر ځاې د قام ماشومانو ته زيان رسوي .شهريار وايي په مورنۍ ژبو له زدکړو سره په لوړو زدکړو او په تېره په انګريزي کې تعلیمي زدکړې متاثره کېږي.
خو ډاكټر فضل رحيم مروت له دې خبرې سره اتفاق نه لري او وايي ،چى كوم خلک خپله ژبه نه شي لوستلی د ملګرو ملتو د تعلیم ،ساینس او کلتور یا یونیسکو په نظر هغوی بې تعليمه دي.


د خيبر پښتونخوا د پنځويشت ضلعو په زياتره برخو كې پښتو
د مورنۍ ژبې په توګه ښودل کېږي خو په چترال كوهار، كوهستان،مانسهره او ايبټ آباد كې هندكو او ډيره اسماعيل خان كښ سرایكي ژبې ویل کېږي.
XS
SM
MD
LG