د لاسرسي ځای

د پيښور پوهنتون زراعت پوهنځي کې د کتابونو میله


بازمحمد عابد مشال ریډیو پيښور


د پيښور پوهنتون زراعت پوهنځی کې د کتاب نندارتون پرانستل شو چې په علمي او مسلکي کتابونو سربیره په کې د ماشومانو له ذوق سره هم برابر کتابونه نندارې ته وړاندې شوي وو.

د زراعت پوهنځي یو تن استاد اود نندارتون تنظیمونکی نوشاد خان وايي چې په دې نندارتون کې د نویو مسلکي تجربو په بنیاد کتابونه نندارې ته وړاندې شوي، په کار ده چې محصلین یې تر لاسه کړي او په خپل علم کې اضافه وکړي.


دې زیاتوي چې د دې نندارتون موخه دا ده چې زموږ کتابتونو کې داسې کتابونه نه شته چې په نویو تجربو ولاړ وي. او کوم چې شته هغه زاړه ده، خو د نن ورځ د تقاضو سره برابر نه دي. په کار ده چې دا کتابونه زدکونکي تر لاسه کړي.

د زراعت پوهنځي زدکونکي ن خوښ وو چې مسلکي کتابونه یې د عام بازار په نسبت په ارزانه بیه تر لاسه کړي وو. دوه تنو یې مشال ریډیو ته وویل،(( نوم مې بلال دی او د بی بی ای پنځم سمستر زدکونکی یم، دلته د کتابونو سټالونه لګیدلي او په رعایت سره تر لاسه کیږي. ما په کې یو کتاب واخیست چې ۱۷۵ روپۍ یې پرې قیمت لیکلی خو په سل روپۍ یې را کړو.))

د عمر زیب په نوم یو بل تن چې د زراعت پوهنځي زدکونکی دی وايي چې په نندارتون کې د دوی د کورسونو هغه ټول کتابونه شته چې دوی ورته اړتیا لري.

دې نندارتون ته بیلابیلو خپرندویه ټولنو په مسلکي او علمي کتابونو سربیره ذوقي کتابونه د خرڅلاو له پاره راوړی وو.

د نشنل فونډیشن بوک خپرندویه ټولنې یو تن مسوول عالم خان چې د ماشومانو د کتابونو د سټال تر شاه ناست و د کتابونو له خرڅلاو څخه یې رضا مندي څرګندوله، (( موږ د ماشومانو له ذوق سره سم کتابونو خرڅلاو ته راوړي چې په په رعایتي بیه یې پلورو. او چې له والدینو سره ماشومان راشي نو خامخا له موږ نه خپلو بچو ته کتابونه اخلي.))

د کتابونو په دا میله چې ګڼ شمیر زدکونکو ته په زړه پوره وه، د اپریل په ۱۴ نیټه پیل شوې چې تر ۱۶ نیټې پورې به دوام وکړي.
XS
SM
MD
LG