د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوراکي توکیو لوړې بیې دخوارانو لپاره خطر لري


د نړیوال بېنک مشر پرون خبرداری ورکړ چې د خوراکي توکیو د بیو لوړېدل د نړۍ د بېوزلو خلکو لپاره ترټولو لوی خطر دی.

رابرت ځویلیک د زیارت ورځ په واشنګټن کې د نړیوال بانک د پسرلنۍ غونډې د پرانیستو پرمهال په دې باب خبرې وکړې.


د نړیوال بانک د نوي راپور له مخې له تېر یوه کال راهیسې په نړۍ کې د خوراکي موادو بیې په سلو کې ۳۶ لوړې شوې او دا د نړۍ هغه ۴۴ میلونه وګړي د بېوزلۍ له کرښې نورهم کښته راولي چې ورځنی ګټه یې په ورځ کې یواعشاریه پنځه ویشت ډالره دی.

د نړیوال بانک مشر په عربي نړۍ او په تېره په مصر او تونس کې د خلکو د پاڅون علت په ځانګړي توګه د پراخې وزګارۍ ترڅنګ د خوراکي توکیو لوړوالی وباله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG