د لاسرسي ځای

په بحرین کې الوفاق شییعه ګوند ختم کړل شو


د بحرین حکومت پرون د شیعه ګانو د یوه لوی ګوند د ختمېدو امر وکړ. دا پرېکړه په بحرین کې د سني واکمنو پرضد د شیعه ګانو د نژدې شپږو اوونیو احتجاجونو په دوام کېږي.

د الوفاق په نوم د ګوند د ختمېدو پرېکړه، د مخالفینو پرضد د بحرین د حکومت د اقداماتو په لړ کې وروسته له هغه وشوه چې د دې هېواد امنیتي ځواکونو د شیعه ګانو د احتجاجونو څپه وځپله.

احتجاجیان په بحرین کې د اکثریت شیعه ګانو لپاره برابر حقوق او د شاهي نظام په موجودیت کې انتخابي حکومت غواړي.

امریکا پرون وویل چې د الوفاق ګوند د ختمېدو د پرېکړې له وجې اندېښنه لري او د دې فیصلې د بېرته اخیستو هرکلی به وکړي.
XS
SM
MD
LG