د لاسرسي ځای

ایران په سوریا کې دحکومت ضد ډلو په وهلو کې د دمشق مرسته کوي


امریکايي چارواکي وايي، دوی په دې باور دي چې ایران له سوریې سره د ډیموکراسۍ د پلویانو د ځپلو په برخه کې مرسته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر د زیارت ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، د امریکا حکومت د کره معلوماتو پر بنسټ په دې باور دی چې ایران په سوریه کې د مظاهره چیانو په ځپلو کې د دې هېواد له حکومت سره مرسته کوي. ټونر زیاته کړه چې دا د امریکا لپاره د اندېښنې وړ مسئله ده.سوریې د امریکا دا ادعا ردکړې دي.

د یوبل خبر له مخې د سوریې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد ولسمشر بشار الاسد په سوریه کې د وروستیو مظاهرو په لړ کې د ټولو نیول شویو بندیانو د خوشې کولو امر کړی، خو په دې کې هغه کسان نه دي شامل چې د دوی په خبره د هېواد او خلکو پرضد یې جنایات کړي دي.
XS
SM
MD
LG