د لاسرسي ځای

له افغانستانه بې وخته وتل خېرناک دي.هیلري کلنټن


د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې هیلیري کلېنټن له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د بې وخته وتلو په اړه د ناټو غړو ته خبرداری ورکړ.

مېرمن کلېنټن په برلین کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د تړون پر غړو هېوادونو غږ وکړ چې له افغانستانه په وتلو کې دې بېړه نه کوي او په افغانستان کې د ترلاسه شویو بریاوو د خوندي کولو فکر دې وکړي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې د ناټو غړو ته وویل چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د شمېر له تدریجي کمولو سره احتیاط په کار دی او داسې ونشي چې ترلاسه شوې بریاوې له خطر سره مخامخ کړي او یا هم د طالبانو په وړاندې د کمزورۍ نښه وي.

بلخوا د افغانستان لپاره د ناټو نوی ټاکل شوی استازی وايي چې افغان او آیساف ځواکونه به په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د ماتولو لپاره هڅو ته دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG