د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا وايي د قذافي پرېښودل له لیبیا سره خیانت دی


د بريتانيا، فرانسې او امريکا مشرانو ژمنه وکړه چې په ليبيا کې به خپله پوځي مبارزه تر هغو روانه ساتي، چې معمر القذافي واک نه وي پرېښى.

په يوه ګډه ليکل شوې بیانیه کې د بريتانيا وزیراعظم ډېوېډ کېمرون، د فرانسې ولسمشر نيکولاساغکوزي او د امريکا ولسمشر بارک اوباما وويل، په واک کې د قذافي پرېښودل به د ليبيا له خلکو سره ”د ضمیر خلاف خيانت“ وي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې وويل، دا د ليبيا په خلکو پورې اړه لري چې خپل راتلونکې وټاکی

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG