د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د کروندګرو ستونزې


دزمیندارایکشن کمېټۍ يو مشرعبدالرحمان بازیي
دزمیندارایکشن کمېټۍ يو مشرعبدالرحمان بازیي


دبلوچستان په ډېری سیموکي زمینداران وايي لوډشیډنګ يې کښت کرونده سخته اغېزمنه کړېده. څوکاله له مخه په دې صوبه کي وچ کالۍ زمینداران سخت ځپلي وو. ددې صوبې زمینداران وايي چي کله يې بجلۍ سمه وي، نوله اتوترلسو ساعتونو پوري لوډشیډنګ کېږي.

دزمیندارانوپر همدې ستونزو دمشال خبریال خدای نورناصر په کوټه کي دزمیندارایکشن کمېټۍ له يوه مشرعبدالرحمان بازيي سره مرکه کړې ده .

مشــــــال: تېره ورځ دحکومت بلوچستان له خوادهغو۱۲۰۰زمیندارانو چي دټيوب ویلونو بلونه يې نه وو جمع کړي ، پرضدد درج شویومقدمو
دبېرته اخیستوامرکړی. زمینداران په دې خوشاله دي که يه؟

زمیندار عبدالرحمان بازی: هوپه دې خبره خوټول زمینداران ډېرخوشاله يو، همداغوښتنه موږ دبلوچستان له وزیراعلی نواب اسلم ریساني سره په يوه ملاقات کې کړې وه، چي اوس پرې عمل وشو او موږ يې هرکلی کوو. خو څه نوري غوښتني هم ورڅخه کړې وې، موږ هیله من یو چي هغه نوري غوښتني به مو هم ومنل شي..

مشــــــال: تردې مخکي دلته په بلوچستان کې وچ کالۍ زمیندارۍ ته سخت زیان واړاوه. او اوس بیا ستاسو په وینابېخي زیات د بجلۍ لوډشیډنګ کېږي. وچ کالۍ ستاسوزمینداري څومره متاثره کړه او اوس لوډشيډنګ څومره متاثره کړې ده؟
په بلوچستان کې د کروندګرو ستونزې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:01 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

زمیندار عبدالرحمان بازی: له ۱۹۹۷ میلادي کال څخه په دې سیمه کې وچ کالي شروع شوېده ، چي په په ټول بلوچستان کي یې ۷۵ لکه مېږي او وزې مړې شوې ،۲۵ لکه میوه داره درختي وچي شوې. ۳۲۰۰ ټيوب ویلونه وچ شول.چي په مجموعي توګه ددې سیمي دزمیندارانو۶۰۰ ارب روپۍ نقصان وشو.

له بده مرغه چي له دې نقصان څخه لازمیندارانوخپل ځان نه و ایستلی چي دلته دبجلۍ لوډشيډنګ شروع شو. دلته د۱۳۵۰ میګاواټه بجلۍ پرځاي موږ ته يواځي ۵۰۰ میګاواټه بجلۍ راکول کېږي. په ۲۴ ګنټو کي موږ ته يواځي اته یا لس ګنټې بجلۍ راکول کېږي.او دهغه هم وولټيج یا پاور دومره کم دی چي دزمیندارانو ګڼ شمیر مشینونه يې ور وسوځل. لوی لوی ټرانسفرمران يې وروسوځول او دوي له ډېرغټ مشکل سره دا وخت مخامخ دي.

مشــــــال: تاسو وویل دبجلۍ زیات لوډشيډنګ کېږي په دې باندي ستاسوله خوا دلته اکثره احتجاج هم کېږي ددې احتجاج له وجي دغه ستونزه هواره شوې که یه؟ یاهم دبلوچستان دحکومت له خوا په دې اړه په عملي توګه څه شوي که يه؟


زمیندار عبدالرحمان بازی: په ۲۸ مارچ باندي موږ اخري احتجاج کړی و، له دې سره يې څه فرق وکړ.له دې سره حکومت په صوبایي اومرکزي سطح ددې خبري نوټس واخیست. او اوس يې څه فرق کړی دی.او لاهم هیله من يو چي دغه لوډشيډنګ به ختم کړي. خودې لوډشيډنګ زمیندارۍ بېخي زیاتي خرابې کړې دي.

مشــــــال : ددې لوډشيډنګ پرته دبلوچستان زمینداران نوري کومي ستونزې لري. که يې راته یادونه وکړې؟

عبدالرحمان بازی : زموږ په نورو لويوستونزو کې یوه دا ده چې په سیمو کې هرکال تقریبا پنځه لکه ټنه سیب پيداکېږي خویواځې لس زره بهر هیوادونو ته ځي نورټول همدلته ضایع شي.که ددې سیبونو لپاره دصفا کېدولپاره يومشین دلته ولګول شي نو ډېره لويه فایده به يې وي.
له دې سره چي دلته کولډ سټورونو جوړ شي او سړکونه پاخه شي. نوزموږ ستونزې به ترډېره ځايه کمي شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG