د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چین کې د بریکس ډلې غونډه


د نړۍ پرمختیايي اقتصادي پنځه ملکونو مشران نن د چین د هینان جزیرې په سانیا ښار کې راغوڼد دي
.
په دې ملکونو چې ً بریکس ډله ً نومیږي، برازیل، هند، چین، روس او جنوبي افریقا شامله ده ، چې اقتصاد یی پر مخ روان دی.


دا پنځه واړه ملکونه د نړۍ څه باندې ۴۰فیصده ابادي جوړوي، او په جهان کې په پنځو کې یوه برخه خالص کورنی پیداوار لرې.

رپوټونه وایی، سرمشران به یی د نړیوال اقتصادي نظام اصلاحات، سوداګري او د لیبیا په حالاتو هم خبري کوي. د بریکس بلاک هند ، چین ، روس او برازیل په لیبیا د نیټو لخوا د بریدونو مخالفت کوي، او یوازې جنوبې افریقا یی مرسته کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG