د لاسرسي ځای

په سعودي عرب کې د قتل په تور د پښتونخوا د درو بندیانو کورنۍ انصاف غواړي



په سعودي عرب کې د یوه عدالت لخوا د خیبرپښتونخوا درو وګړو ته د مرګ سزا اورولو پر ضد د نهې په ورځ په پيښور كي د صوبايي اسمبلۍ مخۍ ته د هغوی د کورنیو د کسانو په ګډون ګڼو نورو او يوه مظا هره كړې چي د هغوی سزا دې معاف کړل شي او د پاکستان له حکومته یې د مرستې غوښتنه کړې.

هم په دې موضوع باندې د مشال تر رڼا لاندې بحث شوی چې پکې په قطر کې د پاکستان پخوانی سفیر ایاز وزیر او د سعودي عرب په جیل کې د دوو بندیانو د کورنۍ غړي منصور وهاب، داود حسن اپرېدی او د یوه بندي مېرمن برخوال دي .

ددې بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی.
XS
SM
MD
LG