د لاسرسي ځای

په قطر کې د لیبیا پر حالاتو غونډه


په خلیجي هیواد قطر کې نن دلیبیا دحالاتو په اړوند یوه نړیواله غونډه کیږي چې پکې به دکرنل قذافي او د نیټو دملاتړ لرونکو یاغیانو ترمنځ دشخړې د هواري لپاره د نړیوال غبرګون په هم غږي کولو خبرې کیږي.

اټکل کیږي چې د ( دوها ) په غونډه کې به دلیبیا د یاغیانو او د انتقالي ملي شورا مشران ،خبرې وکړي ، دوی دکرنل قذافي د لرې کولو لپاره دنړیوال ملاتړ د ترلاسه کولو هڅه کوي.

دا شورا تراوسه د قطر ، فرانسې او اټلي له خوا د لیبیا په رسمیت پیژندل شوې ده. همدارنګه چارواکو ویلي چې نوموړې غونډې ته به دکرنل قذافي د حکومت پخوانی خارجه وزیر موسی کوسا هم کیدای شي وینا وکړي.
XS
SM
MD
LG