د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او پاکستان د استخباراتو مشرانو پر همکارۍ زور راوړی


د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اېس آی مشر جنرال احمد شجاع پا
د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اېس آی مشر جنرال احمد شجاع پا
د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اېس آی مشر جنرال احمد شجاع پاشا په امریکا کې د دې هېواد د استخباراتو د مرکزي ادارې سي آی اې له مشر لیون پانیتا سره لیدلي دي.

رپورټونه وايي پاشا له خپل امریکايي سیال پانیتا سره په پاکستانۍ خاوره د امریکا د استخباراتي عملیاتو په تېروتنو د پاکستان غوښتنې شریکې کړې.

د سي آی اې یوه ویاند د لیدنې په اړه ویلي چې په کې ګټورې خبرې شوې دي، او دا چې د آی اېس آی او سي آی اې اړیکي کلک دي.

د دواړو لیدنه پر داسې مهال شوې چې د پاکستان او د امریکا اړیکي د یو څو پېښو له کبله له کړکېچ سره مخامخ شول. یوه پېښه د پنجاب په لاهور کې د یوه امریکايي وګړي ریمنډ دیوس له لاسه د دوو کسانو وژنه هم وه.

رپورټونه د امریکايي چارواکو له خولې وايي سي آی اې د پاکستان په هغو غوښتنو غور کوي چې همغږي او د معلوماتو شریکول دې زیات شي، خو ځېنې غوښتنې لکه په پاکستان کې د سي آی اې پر فعالیتونو زیات کنټرول، د اوباما حکومت ته د منلو وړ نه دی.

واشنګټن پوست بیا د پانیتا او د پاسا د لیدنې په اړه لیکلي چې د دواړو مشرانو ترمنځ لیدنه د امریکا او پاکستان د اړیکو ښه کولو لپاره یو مثبت ګام دی.او په دغه لیده کاته کې یې پر خپلو اندېښنو خبرې کړې.او ښايي چې په راروانو ورځو کې به یو بدلون تر سترګو شي.
XS
SM
MD
LG