د لاسرسي ځای

تازه خبر

بېلاروسییه کې د ځمکلاندې اورګاډي چاودنې پلټنې


د بېلاروس چارواکي وايي د پلازمېنې مېنسک د ځمکلاندې اورګاډي په تمځي کې د چاودنې تر شا کسان به معلوموي.
په دې چاودنه کې یولس کسان وژل شوي او له ۱۲۰ زیات ژوبل شوي دي. چارواکي وايي تېر ماښام شوې چاودنه، ترهګر برید وو.

د ځمکلاندې اورګاډي کاستريښنڅکایا تمځای یا سټېشن د ولسمشر له دوتر سره نېژدې دی. عیني شاهدین وايي چاودنه ماښام په شپږو شوې ده او دا مهال خلک د اورګاډي په انتظار ول. تر اوسه چا د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

د بېلاروس ولسمشر الېکسندر لوکاشېنکا ویلي چاودنه د هېواد د بې ثباته کولو هڅه ده، نوموړي په دې کې د بهرنیو د لاس لرلو امکان هم نه دی رد کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG