د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا اسمبلۍ په سعودي عرب کې د درو کسانو سزا غندلې



غلام غوث مشال رېډیو پېښور


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د سعودي عرب د عدالت لخوا د دغه صوبې درې کسانو ته د مرګ سزا اورل په کلکو ټکیو غندلې ده.دوی د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتنه کړې چې په دې لړ کې د سعودي عرب حکومت سره خبرې وکړې او نیول شوي کسان راخوشي کړي.

په سعودي عرب کې د یوه عدالت لخوا د خیبرپښتونخوا درو وګړو ته د مرګ سزا اورولو پر ضد پرون د نهې په ورځ په پيښور كي د صوبايي اسمبلۍ مخۍ ته د هغوی د کورنیو د کسانو په ګډون ګڼو نورو او يوه مظا هره كړې چي د هغوی سزا دې معاف کړل شي او د پاکستان له حکومته یې د مرستې غوښتنه کړې.

لاریونکونکو د پاکستان له حکومته غوښتنه کوله چې په سعودي عرب کې په جېلونو کې بند بې ګناه پاکستانیانو په راخوشي کولو کې دې مرسته وکړي.

دوی په لاسونو کې لیکلې پاڼې اخیستې وې چې پرې لیکل شوي وو په سعودي عرب کې د بې ګناه پاکستانیانو په نیولو هغوی ته د پانسۍ په ورکولو یې حکومت ولې غلی او چپه خوله دی .بې ګناه پاکستانیان دې د مرګ له سزا نه بچ کړل شي.

له مشال رېډیو سره په خبرو کې د شبقدر اوسېدونکي شاهجهان چې په دغه مظاهره کې یې ګډون کړی د خپلو غوښتنو په اړه وویل،” زموږ درې خپلوان له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې په سعودي عرب کې بندیان دي.پر دوی د یو کس د وژلو تور وو او موږ د وژل شوي کس له کورنۍ سره جوړ جاړی کړی او هغوی ته مو ۴۰ لکه روپۍ هم ورکړې،او له موږ سره هغه ټولې معایدې شته خو ددې باجود هغوی ۱۳ کاله په جیل کې تېر کړل او اوس یې د مرګ سزا ورته واورله.موږ قاضي ته ددې ثبوت پیښ کړی دی،خو په سعودي عرب کې تش د اسلام په نوم یو ړوند قانون دی.یو ملزم ته لاس او پښې وتړي او ورته وايي اوس خپل ځان بې ګناه ثابت کړه.”

د سوات یو اوسېدونکي فضل وهاب له مشال ريډویو سره په خبرو کې وویل،” موږ د پاکستان له حکومته غوښتنه او خواست کوو چې کله امريکايان د خپل یوه وګړي رېمنډ ډیوس د خوشي کولو لپاره په کروړونو روپۍ د دیت او خون بها لپاره ورکولای شي .خو موږ د خپل کس لپاره له خپلې پیسې راغونډې کړې او له خپله جیبه مو پيسې لګولې دي ،او بل زموږ د کسانو خلاف نه ٍثبوت شته او نه هم دوی ګناه کړې .له هغوی سره په جیل کې ظلمونه شوي دي .له هغوی څخه یې نوکان اېستلې په برمو یې بدنونو ورته سوري سوري کړي.او پر هغوی یې بیلابیلو طریقو ځورولي دي.

غلام غوث ددغي مظاهرې حال راکوي.او د دیت او خون بها ورکولو باجود هغوی ته د مرګ سزا اورل شوې ده.”

په دغه مظاهره کې د ماشومانو هم د خپلو پلرونو تصویرونه راخیستي وو او غوښتنه یې کوله چې د سعودي عرب حکومت دې د دوی پلرونه ورخلاص کړي.او وايي چې خپل پلرونه ورته ډېر یادېږي.او بې له پلاره یې د کور هیڅ اسرا نشته.
XS
SM
MD
LG