د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تیرا کې د لښکرې اسلام وسلوالې ډلې پر ضد د زخه خېلو پاڅون


ه تیرا کې د لښکرې اسلامي کمندان منګل باغ
ه تیرا کې د لښکرې اسلامي کمندان منګل باغ
فرهاد شینواری مشال ریډیو خیبر ایجنسۍ

د خیبر ایجنسۍ د تیرا په زخه خیلو کې د وسلوالو ډلو تر مینځ د نښتو له لاسه په سلګونه ولسی وګړی د خپلو کډو ویستو ته اړ شوی دی.


د خیبر پولیټیکل چارواکی وایی، چی د تیرا زخه خیلو سیمه کې د لښکر اسلام وسلوالې ډلې او د زخه خیلو د جنګیالو ترمینځ په څه خبرو باندی د اختلافاتو د پیدا کیدو وروستو د تیرو دو اونیو راهیسی نښتی روانی دی،او په دې سیمه کې ی دغه وسلوالي ډلی په یو بل باندی د سپکو او د درنو وسلو بریدونه کوی،چی په ترڅ کې یی یو بل ته مرګ ژوبله اړولې ده.


د ځایی سرچینو په وینا تر اوسه پورې پکې له ۲۵ نه زیات کسان وژل شوي دي او یو شمیر پکې ژوبل دي.

د دغه نښتو له امله ولسي وګړي هم اندیښمن دی،او ډیری ځایي اوسېدونکو یې خپلې کډې د علي مسجد له لارې جمرود او نورو خوندی سیمو ته وړل پیل کړی دی.

د د تیراه زخه خیلو سیمې نه د بې کوره شوو خلکو په اړه د جمرود سیمې یو اوسیدونکی ساجد اپریدی وایی،” دوی په سلګونه کورنۍ ولیدې چی په ګاړو کښی جمرود ته راورسیدې ،او ځینې خلک پکې پیدل هم روان وو،او دده په خبره لا تر اوسه پورې ورته پولیټیکل چارواکو د کیمپونو یا د خوراک څښاک بندوبست نه دی کړي.

او خپله د خیبرهاوس یو مشر چارواکي هم د خپل نوم نه خپرولو په شرط مشال ریډیو ته وویل چی دوی د دغو بی کوره شوو خلقو لپاره کوم بندوبست نه دي کړی او هغه ځکه چی دوی یې په اړه پوره معلومات نه دی تر لاسه کړی.


د یادونی وړ ده چی په دی روانه جګړه کې د لشکر اسلام پخوانی مخالفې وسلوالې ډلې انصارالاسلام د زخه خیلو د جنګیالو ملاتړ پیل کړی دی ،او دلته میشت وسلوال طالبان د لشکر اسلام ډلی ملاتړ کوی،اود ځایی خلقو په وینا اوس د دغوڅلورو ډلو ترمینځ د نورو ورته نښتو امکانات هم شته ،چی د سیمی خلک یې ندیښمن کړي دي،او د سیمی نه په بې کوره کیدو مجبور دی.





ځایی سرچینی وایی چی د زخه خیلو جنګیالی هغه مهال د لشکر اسلام ډلی خلاف راپورته شول چی کله د دوی د سیمې نه ځایي کمندان غنچه ګل لشکر اسلام وسلوالې ډلې وتښتولو او په دی سیمه کې یو عالم دین مولانه هاشم ووژل شو،او زخه خیلو یې د وژلو تور په لشکر اسلام و لګولو.

زخه خیل هغه قبیله ده چی څه موده مخکې یې لشکر اسلام ته ځای او د ګاګرینۍ مرکز ورکړی وو،او دلته یی په سلګونه پلویان وو ،خو اوس د دغو دوه پیښو نه پس یې د زخه خیلو اکثریت خلاف شول.

په تیرا کې یو شمیروسلوالی ډلې شتون لري لکه د لشکر اسلام ډلې مشري منګل باغ کوي ،د انصارالاسلام مشري قاضي محبوب کوي ،زخه خیلو مشری قوماندان غنچه ګل کوله چی اوس د منګل باغ په قید کښی دی ،او د وسلوالوطالبانو بیلا بیلی ډلی هم شته،چی اکثر د نیټو ځواکونو ته تیل وړونکو کاروانونو او په امنیتی سر تیرو باندی د بریدونو پړه په خپله غاړه باندی اخلي.
XS
SM
MD
LG