د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د مهاجر قومي مومنټ غړي وژل شوي


کراچۍ په بیا بیا د تشدد او هدفي وژنو ښکار کېږي
کراچۍ په بیا بیا د تشدد او هدفي وژنو ښکار کېږي

ظفر کریمي مشال رېډیو کراچۍ

په کراچۍ له طارق روډ سره نزدې د فېروزاباد تاڼې په سیمه کې د نامالومه وسله والو په ډزو د يوې ښځې په ګډون څلور کسان وزل شوي دي . د سېمې د پوليسو مشر عامر فاروقي په وينا پېښه د ګل په ماښام هغه وخت رامنځته شوه کله چې په دوو موټر سايکلو څلور نامالومه وسله والو په یو موټر کې سورو کسانو باندې ډزې وکړې.

په دې برید کې درې کسان اخترحسين،عبدالکريم او شعيب ووژل شول او ددوي سره ناست دوه نور کسان انور او سليم ژوبل شول .
په ډزو کې يوه لاروۍ مهرالنسا هم وژل شوې ده .


د مهاجر قومي مومنټ افاق احمد ډلې وياند خالد احمد ويلي دي چې وژل شوي کسانو کې يو تن اختر حسېن ددوي د ګوند مرستيال مشر او دوه نور وژل شوي کسان ددوي د ګوند فعال غړي ول،"دوی د مهاجر قومي مومنټ د مشر افاق احمد سره په سنټرل جېل کې د لیدو وروسته بېرته خپلو ځايونو ته روان ول چې د غه پېښه رامنځته شوه ، تېرکال هم يوه ورته پېښه کې په همدې سېمه کې د افاق احمد وکيل او قانوني مشاور سهيل انجم وژل شوی و "


خالد احمد زياته کړه چې ددوي د مشر او کارکنانو وژنه هدفي هغه ده او په دې کې هغه عناصر لاس لري چې د سند صوبې د کورنيو چارو پخواني وزير ذولفقار مرزا په ګوته کړي دي .

ياده دې وي چې ذولفقار مرزا د خپل وزارت په مهال او د وزارت د پريښودو وروسته د کراچۍ په هدفي وژنو کې ايم کيو ايم چې مشري يې الطاف حسين په غاړه لري ، ګرمه بللې ده او ويلي يې دي چې د پوليسو لخوا تېره مياشت نيول شوی د سلو کسانو په وژنه تورن اجمل پهاړي تعلق هم د يادې ډلې سره دی .

بل خوا ته د کورنيو چارو مرکزي وزير رحمان ملک ويلي دي چې چې په کراچۍ هدفي وژنو کې د سياسي ګوندونو غړي نه ،بلکې هغه عناصر لاس لري چې سياسي ګوندونو له خپلو صفونو څخه موده مخکې شړلي دي،"هدفي وژنو کې ککړ عناصر چې تراوسه مونږ نيولي دي هغوي د کوم ګوند نوم ضرور اخلي خو چې کله مونږ دهغې ګوند سره تماس ونيسو نو مالومه شي چې دغه سړی موده مخکې هغې ګوند لېرې کړی وي او هغه د هغې ګوند باقاعده غړيتوب نه لري "


عوامي نېشنل ګوند سند صوبې مشر شاهي سيد د مهاجر قومي مومنټ د مرستيا مشر او غړو وژنه سختو ټکو کې غندلې ده ـ

مهاجر قومي مومنټ د ايم کيو ايم الطاف حسېن ډلې څخه څه دپاسه څوارلس کاله د مخه جدا شوې ده ـ د مهاجر قومي مومنټ مشر افاق احمد د فوځي حکمران پرويز مشرف په حکومت کې هغه وخت زندان ته لېږل شوی دی کله چې د سند صوبې د کورنيو چارو د وزارت واګې د ايم کيو ايم د مشر روف صديقي په لاس کې وې ـ افاق احمد دهغه وخت راهسې تر اوسه د کراچۍ په سنټرل جېل کې ينديوان دی .

کراچۍ ښار کې د ايم کيو ايم الطاف حسېن ډلې او مهاجر قومي مومنټ افاق احمد ډلې د غړو ترمنځ وسله والې نښتې رامنځته کيږي چې پکې تراوسه ددواړو خواو ګڼ شمېر غړي وژل شوي دي .
XS
SM
MD
LG