د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې جګړه پاکستان بې ثباته کوي.ولسمشر زرداري




د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري له برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین سره د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې ویلي دي چې په افغانستان کې جګړه په پاکستان کې د بې ثباتۍ سبب ګرزي او د لسیزو له پوځي واکمنۍ وروسته په دې ملک کې د جمهوري ادارو د بیا پر ځای کولو او اقتصاد ته د ودې ورکولو هڅې کمزورې کوې .

پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري ګارډین ورځپاڼې ته ویلي ، لکه څنګه چې په میکسیکو کې له امریکا سر پر پولو د نشي موادو مافیايي جګړې د امریکا پر ټولنه اغېزه کړېده ، هم دا ډول په افغانستان کې جګړې پر ټوله سیمه او په خاصه توګه پر پاکستان اغېزه کړېده.

تېره اونۍ د سپینې ماڼۍ په یوه رپوټ کې د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې په لړ کې د پاکستان پر مرسته نیوکې وشوې.

د دې رپوټ په اړه د ګارډین د پوښتنې په ځواب کې اصف علي زرداري ویلي ،٬٬ امریکا او پاکستان له تېرو شپېتو کلونو راهیسې یو د بل ملګري دي ، موږ د امریکا د سیاسي نظام قدر او ستاینه کوو. خو هر کله چې نوی پارلمان جوړ شي نو په هغه کې نوي ټاکل شوو کسانو ته د دې لپاره د وخت اړتیا وي چې په نړیوالو حالاتو ځان پوه کړي .٬٬

له نیو یارک سره اړه لرونکي د امریکا د ډیموکرېټ ګوند یوه غړي ګېري اکرمېن ویلي وو چې پاکستان په داسې حالت کې دی چې یا خو به مات شي او یا به رانسکور شي.

د نوموړي د دې څرګندونو په اړه د ګارډین د پوښتنې په ځواب کې ولسمشر زرداري ویلي ، که داسې ادعاوي روښتا وای نو په جنوبي اسیا کې د امریکا او نورو بهرنیو هیوادونو د مداخلې تګلارې به یې تر ټولو لوی لامل وای. هغه ویلي چې پاکستان له څو لسیزو راهیسې تل له امنیتي پلوه د بیدارۍ په حالت کې دی.

ولسمشر زرداري ویلي ، نړۍ د هند او سره سمندر ګي له لارې د ګېس راتګ ته انتظار کوي خو دا تر هغه وخته نه شي کېدای چې تر څو په افغانستان کې امن نه وي راغلی.

ښاغلي زرداري زیاته کړېده چې د امنیتي حالاتو له کبله په پاکستان کې د جمهوري ادارو د مظبوتولو پر هڅو هم اغېزه کوي.

ګارډین لیکي ، ولسمشر اصف علي زرداري په راتلونکې میاشت کې واشنګټن ته د خپل ممکنه سفر په اړه وویل چې دی به له امریکايي ولسمشر باراک اوباما څخه وغواړي چې د بې پایلټه الوتکو ټکنالوجي دي پاکستان ته ورکړي چې په راتلونکې کې د دې الوتکو بریدونه د پاکستانیو چارواکو په لارښوونه تر سره شي.

ولسمشر زرداري زیاته کړېده ، که څه هم امریکا پاکستان ته د بې پیلوټه الوتکو د ټکنالوجۍ له ورکولو څخه انکار کړی خو د هغه په خبره دا ځل به کېدای شي چې امریکا یې خبرو ته زیاته توجه ورکړي. ځکه چې د بې پیلوټه الوتکو پر ضد غوسه او د امریکا پر ضد احساسات لا نور پارېږي.
XS
SM
MD
LG