په فرانس کې پر مخ پټولو بندیز له ننه پلي شوی دی.چې دا ډول فرانسه په اروپا کې لومړی هېواد شو چې دا بندیز یې عملي کړ. د دې بندیز په اړه ویل کېږي چې دا به په لومړي ډول هغه مسلمانې ښځې اغېزمنې کړي چې نقاب یا بورقع په سروي.
هغه کسان چې د دې قانون له منلو انکار کوي به ۱۵۰ یورو جرمانه ورکوي، او د فرانسې د وګړیتوب په سبقونو کې به برخه اخلي. هغه سړي چې پر ښځو ټینګار کوي چې مخ دې پټ کړي هم جرمانه کېدای شي او یا هم زنداني کېدای شي.
د مخ د نه پټولو د قانون ملاتړي وايي له دې سره د ښځې او د نر مساوي کېدل ثابتېږي او دا د امنیتي لاملونو لپاره هم ښه دی او د دې ترڅنګ د فرانسې سیکولر نظام هم ژوندی ساتي.
ناقدین وايي دا بندیز د رایې د ښودنې او د مذهبي ازادیو له حقونو سرغړونه ده او دا په ناسم ډول مسلمانان په نښه کوي.