د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د پښتو نړیوال امن کنفرانس تیارانې


د پېښور په یوه ځايي هوټل کې د پښتو عالمي کانګرس له لوري یوه غونډه رابلل شوې چې پکې د پښتونخوا خبریالانو ګډون کړی وو.
د پېښور په یوه ځايي هوټل کې د پښتو عالمي کانګرس له لوري یوه غونډه رابلل شوې چې پکې د پښتونخوا خبریالانو ګډون کړی وو.
پښتو عالمي کانګرس پر خبریالیانو غږ کړی چې د پښتو عالمي امن کنفرانس تر سره کیدو پورې دې ورسره ملګرتیا وکړي.

د پېښور په یوه ځايي هوټل کې د پښتو عالمي کانګرس له لوري یوه غونډه رابلل شوې چې پکې د پښتونخوا خبریالانو ګډون کړی وو.


د پيښور پریس کلب جنرل سکرتر حمید شاهد وویل، چې خبریالان د امن له پاره کار کوي او تر خپله وسه به د امن کنفرانس ملګرتیا او مرسته کوي.


د خیبر پښتونخوا د سیپما صدر شمیم شاهد هم د خبریالانو په استازیتوب د امن کنفرانس سره د مرستې غږ وکړ هغه وویل،(( خبریالان دا خپل فرض بولي چې ددغه راتلونکي امن کنفرانس کورج وکړي. د دوی پيغام به رسوي، ځکه چې امن کنفرانس د یوه طبقې له پاره نه دی، د دې ولس د پاره دی. په کار ده چې د ترهه ګرۍ نه متاثره خلک د دې کنفرانس حمایت وکړي.))

دې غونډې ته د سیاسي ګوندونو یو شمیر استازي هم وربلل شوي وو. د نېشنل ګوند جواینټ سکرتر قیصر خان وویل چې کومې ژمنې چې د امن کنفرانس په حواله نشنل ګوند کړي وی له هغې نه وروسته نه دی او که نورو مرستو ته اړتیا وي هم ورته تیار دی. ده زیاته کړه.
(( د شاهي مهمانې په شمول زموږ د شخصی مهمانخانې دروازې د امن کنفرانس د میلمنو له پاره پرانیستي دي. دې نه علاوه د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی له خوا میلمنو ته د ډوډۍ بندوبست هم د نېشنل ګوند ذمه واري ده. بله دا چې د خیبر پښتونخوا د کلتور وزیر چې د کومو مرستو ژمنه د امن کنفرانس له کیمټۍ سره کړې وې پر هغې ولاړ دی او وايي که نوره مرسته پکار وي هم دوی تیار دي.))

د پاکستان پيپل ګوند په استازیتوب سید ایوب شاه هم وویل چې نن سبا په صوبه کې د امن ډیر ضرورت دی او د دوې د پارټۍ نه چې څه قسم د مرستې غوښتنه وشي دوې به یې سر ته رسوي. ده زیاته کړه:
(( هر باشعوره کس غواړي چې دې سیمه کې دې امن قایم شي، او د دې سیمې له امن سره یې د ټولې نړۍ امن تړلی دی. که تاسې زموو له ملګرو سره ملاقات وکړۍ تاسې ته به مالومه شي چې موږ د امن کنفرانس له پاره په پوره غور سره کار کوو. موږ تاسو سره یو او د پوره مرستې ډاډ درکوو.))

د پښتو عالمي کنګرس ویاند شهاب خټک خوښ و چې خبریالانو او سیاسي ګوندونو ورسره د ملګرتیا لاس ورکړ. ده وویل:
(( د پښتو عالمي امن کنفرانس په حواله موږ نن د سیاسي پارټیو د استازو او ميډیا ځینې استازو یوه وړه خو جامع غونډه راغوښتې وه چې د امن کنفرانس د تر سره کیدو اړوند د دوې ملاتړ تر لاسه کړو. په غونډه کې د سیاسي ګونو استازو، لیکوالو او د میډیا استازو خبرې وکړې، وړاندیزونه یې وکړل او د مرستو ژمنې یې وکړې.))

د یادونې ده چې پښتو امن کنفرانس چې د اپریل په ۲۹ او ۳۰ نیټه به پيښور کې کیږي، د قلم سره تړلي په لر او بر پښتنو سربیره به ورته له نوری نړۍ نه هم پښتانه پوهان رابلل کیږي.
بازمحمد عابد مشال ریډیو پيښور
XS
SM
MD
LG