د امریکا د پوځ د جنوبي برخې مشر قومندان ویلي ایران د لاتیني امریکا هیوادونو سره خپلې اړيکې پراخ کړي. د هغه په خبره دا یوه اندیښنه ده چې امریکا یی څارنه کوي.
جنرال ډګلس فریژر د سینیټ د پوځي خدمتونو کمیټۍ ته ویلي چې د ایران لخوا دې ګام موخه دا ده چې د خپل آتومي پروګرام په ترڅ کې د بندیزونه اثرات تر ډیر حده کم کړي.
نوموړي وویل ایران په سیمه کې د خپلو سفارت خانو شمېر دوه چنده کړې چې په ۲۰۰۵م کال کې شپږ وې او اوس ۱۰ دي. هغه زیاته کړه ایران د بولیویا، ګایی یانا او د وینېز ویلا د هیوادونو مشرانو کوربتوب هم کړی دی.