د لاسرسي ځای



دبلوچستان صوبې نه يواځي دبلوڅي سیمو بلکې دپښتون مېشتوسیموډېری ځوانان په خوارۍ پسې ایران ته ځي. اوهم هلته دپردېسۍ ژوندتېروي. که څه هم ډېر ځوانان په غیرقانوني توګه ایران ته اوړي، خوځيني يې په قانوني توګه هڅه کوي، چې هلته له زړه خواري وباسي.

خودغه ځوانان وائي دلته په کوټه کي دایراني قونصلیت مخي ته ولاړپاکستاني پولیس په رشوت ورڅخه پیسې اخلي، او بغیرله پیسويې دننه نه پرېږدي.د لورالایي یو اوسېدونکی امین الله وايي، نن مي څوومه ورځ ده چي دلته ورته په قطارکي ولاړ یم. خوپرته له پیسومي دننه نه پرېږدي.
يوبل ځوان دین محمد وايي ،٬٬ موږ غواړوچي موږ ته دي ویزې په اساني سره راکړل شي، که داسي نه وي نو موږ په دې خوښ يو چي دغه قونصلګري دي وتړي”.

د بلوڅي سیمي خاران یو ځوان اویس وايي، له پاکستاني پولیسودنورو ملکونوپه قونصلګري کي هم خلاص نه دی. دده په وینا دننه ورڅخه ایراني چارواکي پیسې نه، بلکې بهرولاړ پاکستانی پولیس يې ترې اخلي.دی زیاتوي،”دلته هره ورځ سهار په درې بجې قطارجوړېږي، اوچېري چي په همدې قطارونوکي غریبانوته پر سرسر ډنډې ورکوي،هم هلته چي څوک يوڅه پیسې ورکړي بې له قطاره يې ورپرېږدي. ترکومه ځايه چي مالیدلي دننه راڅخه هیڅ څوک هم پیسې نه اخلي،په دې کي دغه پاکستاني پولیس لاس لري.٬٬

په دې سربېره يوشمېرهمدې کسانودکوټي پریس کلب مخي ته لاریون وکړ،اودپاکستاني پولیس او صوبائي حکومت پرضديې شعارونه ورکړل.

په کوټه کې د ایراني قونصلګرۍ پر څارنه ولاړ پولیس یو چارواکی اغلام سرور وايي د تورونو لګولو خبره بې ځایه ده.او زیاته کړه،”دلته دغه دي ټول ناست دي ، وګوری يوڅوک هم پیسې نه اخلي،هسي شر شور جوړوي، موږ ته ایرانیان وایي چي دلته ګڼه ګوڼه مه پرېږدی،موږ مجبوره يوچي بهر يې وباسو،اوپه هم دې خبره دوي ناراضه شي وايي پولیس پیسې اخلي ٬٬

که يوپلوډېری ځوانان لاهم په غيرقانوني توګه ایران ته په خوارۍ پسې ځي، نوبل پلولاهم ډېری ځوانان هره ورځ دویزې دترلاسه کولولپاره په کوټه کي ایراني قونصلګري ته په شپوشپو انتظارکوي.
XS
SM
MD
LG