د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې کور شمیرنه او سیاسي ښخړې


د نوښار جلوزو کیمپ چې پکې د ښبتوخوا خپل بې کوره شوي کډوال پکې مېشت دي
د نوښار جلوزو کیمپ چې پکې د ښبتوخوا خپل بې کوره شوي کډوال پکې مېشت دي
داپريل مياشتې له پنځمې نېټې په ټول پاکستان کې د کور شمېرنې لړی پېل شوه چې تر ۱۹م اپريل پورې به دوام ولري.

چارواکی وایی چی سرشمېرنه (مردم شماري) به په اګست/ستمبر کې کوي.

په پاکستان کې کور شمیرنه پر داسې مهال کېږي چې د خیبر پښتونخوا،قبایلي سیمو او د بلوچستان او د سیند د کراچۍ ښار په ګډون په ملک کې ګڼې امنیتي ستونزې دي.د جګړو له لاسه ګڼ خلک بې کوره دي چې اکثریت یې پښتانه دي.

د کور شمیرنې او سر شمیېرنې ارزښت، او ورسره تړلي سیاسي ښخړې او په قبایلي او د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سیمو کې د امن او امان ستونزه دغه بهیر څنګه اغېزمنولای شي.

دمشال تر رڼا لاندې بحث هم دې موضوع ته ځانګړی شوی چې میلمانه یې په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اطلاعاتو مرکزي سکریټري رضا محمد رضا ،د پاکستان د شماریاتو د ادارې کمشنر حبیب الله خان خټک ،په کراچۍ کې خبریال اجمل خټک کشر او د بلوڅ نشنل ګوند د اطلاعاتو سکریټر آغا حسن بلوڅ دي.

ددې بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی.
XS
SM
MD
LG