د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سټيټ بينک د ۵۰۰ روپو پر نوټ بندیز لګوي


Pakistan state bank announce a ban on 500 rupees note.
Pakistan state bank announce a ban on 500 rupees note.


رياض موسه خيل

مشال ريډيو اسلام آباد


د پاکستان سټيټ بينک ويلي دي چې د ۵۰۰ روپوماليت نوټونه به د روان کال ستمبر د ۳۰ مې نيټې وروسته نور نه استعمالېږي.

دوی پر خلکو غږ کړی چې تر یاد شوې نېټې پورې دی د ۵۰۰ روپو نوټونه په خپلو سیمه ییزه بینکونو کې جمع کړي چې په بدل کې ورته د همدومره ماليت نوي او راتلونکي کې د استعمال جوګه نوټونه ورکړي.

د بينک يو چارواکي عابد حسين مشال ريډيو ته وويل چې په زړو نوټونو کښې د نقل کولو او جعلي نوټونو وېره زياته وه خو ددې په نسبت په نویو هغو کې دا ويره د نيشت برابر ده او نه به څوک جعلي نوټونه ترې جوړولی شي.

د پاکستان سټېټ بینک لا د وړواندې د پينځه روپو نه تر پينځه زره روپو ماليت پورې نوي نوټونه چاپوي چې د پخوانو هغو ځای ونیسي او تر دې دمه د يوې روپۍ دوه روپو او پينځه روپو زاړه نوټونه ختم کړی شويدي
XS
SM
MD
LG