د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چارسدې د ځانمرګي برید پر مهال د هوايي ډزو پلټنه


په چا رسده كې د جمعيت علماء اسلا م د مشر مولانا فضل رحمان پر قافله د ځان مرګې بريد نه وروستو هوايي ډزې هم اورېدلې شوې دي
په چا رسده كې د جمعيت علماء اسلا م د مشر مولانا فضل رحمان پر قافله د ځان مرګې بريد نه وروستو هوايي ډزې هم اورېدلې شوې دي

خالیدخان مشال ريډیو پېښور

تېره اوونۍ په چا رسده كې د جمعيت علماء اسلا م د مشر مولانا فضل رحمان پر قافله د ځان مرګې بريد نه وروستو هوايي ډزې هم اورېدلې شوې دي چې د ځايي خلکو په خبره په کې یو شمیر کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

دوی وايي چې ډزې د مولانا فضل رحمان ساتونکو او یا هم کېدای شي پولېسو کړې وي.

په د غه پېښه كې لږ ترلږه ۱۴ كسان وژل شوي وو چې د یوه د پوليس افسر په شمول دوه سرکاري چارواكۍ هم پکې شامل وو او يو شمير ټپيان شوي وو.

پوليس وايي د پېښې پلټنې یې پيل کړي دي خو د خيبر پښتونخوا د قانون وزير ارشد عبدالله وايي كه چرې دا ثابت شي چې ځینې خلک د ډزو په وجه مړه يا ژوبل شوې نو د هغوې د ورثا په وينا به د ذمه وار خلکو خلاف د مرګ دعوه يا ايف آې آر كولې شې .د هغه په خبره هیڅوک هم له قانونه خلاص نه دی .

خو بل خوا د جميعت علماْ اسلام مشر او پخوانې وزير اعلی اكرم خان درانی
وایې چې بيرسټر ارشد عبدالله يو ذمه دار سړې دې او هغه له داسې تورونه نه دې لګول پكار.

نوموړي مشال ريډيو ته وويل چې هفه په خپله په دې موقع موجود وو او د ځان مرګې بريد نه وروستو د يو نزدې ودانۍ نه د مولانا فضل رحمان په ګاړې مخامخ ډزې شوې وې او د هفې په ځواب کې ساتونکو ډزې كړې وې.

ْيلې كيږې چې د چارسدط د ماجوكې كلي اختر حسين او ځیني نور کسان تور
لګوې چې ددوي خپلوان په ډزو مړه يا ژوبل دې او له حكومت نه یې د پېښې په سمه توګه د پلټنې غوښتنه کړې .

د يادونې وړ ده چې د چارسدې ځان مرګې بريد نه يو ورځ وړاندې په ۳۰م مارچ د صوابې په امبار سيمه كې د مولانا فضل رحمان په قافله هم يو ځان
مرګی بريد شوې وو چې په كې ۱۲ كسان وژل شوي او یو شمير ټپيان شوي وو.
XS
SM
MD
LG