د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ایوري کوسټ کې تازه نښتې


د افریقايي هېواد د عاج ساحل یا آیوري کوسټ له مهم ښار ابي ژانه د تازه نښتو خبرونه راغلي دي.

په دې هېواد کې په نړیواله توګه د پېژندل شوي ولسمشر الاسان او وتارا ځواکونه هڅه کوي لورېن باګبو له څوکۍ لرې کړي. تېره ورځ ناوخته او وتارا پلوي ځواکونو دعوه کړې وه چې د باګبو کور یې په خپله ولکه کې اخیستی دی او اوس انتظار کوي چې هغه خپله څوکۍ پرېږدي. د دې پخلی تر اوسه ازادو سرچینو نه دی کړی.

دا پر داسې مهال ده چې ملګرو ملتونو او د فرانسې هيلي کاپټرو په ابي ژان کې د باګبو په پاتې قوي مرکزونو بریدونه وکړل چې موخه یې د نوموړي درنه وسله ختمول وو. ملګري ملتونه وايي د باګبو ځواکونه د ملګرو ملتونو پر کارکوونکیو او دفترونو بریدونه کوي، او ولسي وګړي په نښه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG