د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ترکییه کې پر خبریالیانو د اروپا اندېښنې


په اوروپا کې د امنیت او همکارۍ ټولنه او اېس سي اي په ترکیې کې د خبریالانو د حقونو په اړه د اندېښنې څرګندونه کړې ده.

په یوه رپورټ کې ویل شوي ۵۷ خبریالان دا مهال د تورکیې په زندانونو کې دي. د او اېس سي اي د رسنیو استازې دونیا میاتووېڅ په یوه بیان کې ويلي د هغو مقدمو شمېر چې خبریالان زنداني کولای شي د اټکل ترمخې له ۷۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې دي.

تېره میاشت هم یو شمېر خبریالان ونیول شول او پر دې تورن شول چې د اسلامي جرړې لرونکي حکومت پر ضد یې چل جوړ کړی وو، خو حکومت په بیا بیا وايي چې هیڅ یو ژورنالېسټ یې د خپل کار له کبله نه دی نیولی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG