د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي د ۱۱/۹ تورن خالید شیخ باندې به پوځي مقدمه چلوي


د امریکا لوی څارنوال اېرېک هولډر ویلي پر خالد شېخ محمد به په ګوانتانامو بې کې د امریکا د پوځي کمېسون مقدمه چلول کېږي.

خالد شېخ محمد پخپله وايي چې په ۲۰۰۱ ز کال کې پر امریکا د سپټمبر د یولسمې د بریدونو چل یې جوړ کړی وو. پر نوموړي به د ملکي عدالت پر ځای په پوځي هغه کې مقدمه پر مخ ځي. په ګوانتانامو کې په دې پوځي بندي خانه کې به پر څلورو نورو تورنو چل جوړونکیو هم مقدمه کېږي.

د ۲۰۰۹ ز کال په وروستیو کې هولډر ویلي وو چې په خالد او نورو څلورو چل جوړونکیو به په نیویارک کې په فېډرالي عدالت کې مقدمه کېږي. له دې خبرې سره د امنیت او د امریکا د پوره قانوني حقونو ورکولو په اړه اندېښنې پیدا شوې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG