د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بحرین او کویت کې لاسوهنه نه کوو.ایران


د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد د خپلو نېږدي عربو هېوادونو هغه نیوکې رد کړې دي چې په کې پر ایران تور پورې شوی چې د کوېت او بحرین په داخلي چارو کې ښکاره لاسوهنه کوي.

احمدي نژاد ویلي د اتوار په ورځ د خلیج د همکارۍ د شورا نیوکې د امریکا او د دې د ملګرو د فشار پایله ده. د خلیج د همکارۍ په شورا کې شپږ عرب هېوادونه غړیتوب لري، او زیاتره په کې سوني هېوادونه د اتحاد په بڼه راغونډ شوي دي.

د شورا بیړنۍ غونډه د اتوار په ورځ د سعودي عرب په پلازمېنې ریاض کې شوې وه. په دې غونډه کې ویل شوي ول چې ایران په بحرین کې فېرقه ییز تقسیم پراخوي. په غونډه کې د ایران غندنه هم شوې وه چې په کوېت کې په ښکاره ډول لاس وهنه کوي او هلته د جاسوسانو شبکه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG