د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روغې جوړو خبرې ستاییو .جنرال ګل نبي احمدزي


افغان امنیتي ځواکونه د روزنې په حال کې دي
افغان امنیتي ځواکونه د روزنې په حال کې دي

نقیب الله متونوال مشال ريډیو خوست

د افغانستان په سويل ختيځ زون كې امنيتي چارواكي وايې چې دوى په روان كال كې د ښه امنيت ساتنې لپاره بشپړ امنيتي تدابير نيولي دي.

د۵۰۵ سپين غر زون قومندان جنرال ګل نبي احمدزى وايي،چې دوى د خپلې قومندانۍ اړوند په شپږو ولايتونو پكتيا، پكتيكا، خوست، لوګر، غزني او ميدان وردګو كې د امنيت ټينګولو په برخه كې د پام وړ چمتووالى لري.

د جنرال احمدزي په ويناو چې دوى هڅه كوي تر څو د نورو امنيتي ځواكونو سره د همغږۍ له مخې په ټولو سيمو كې د وسله والو د بريدونو مخه له پېښو وړاندې ونيسي.

جنرال ګل نبي احمدزى وايې چې ملي پوليسو ته زده كړې، وسلې او نور امكانات هم تر ډيره بريده مكمل شويدي:((اوس مهال ملي پوليسو ته له يوې خوا اړيني زده كړې وركول كيږې او له بلې خوا وسلې او نور امكانات هم تر يو بريده مكمل شويدي او اوس زموږ پوليس اوس له مجهزو امكاناتو څخه برخه من دي))

د ۵۰۵ سپين غر زون قومندان جنرال ګل نبي احمدزى زياتوي، چې د دوى اړوند شپږو ولايتونو امنيتي وضعيت باندې د روغې جوړې خبرو هم خورا مثبت اغيز پرې باسلى.

نوموړى د وسله والو جنګياليو سره د روغې جوړې په برخه كې شوې خبرې اترې ستايې او د نورو پرمختګونو خبر يې هم وركوي.

دا په داسې حال كې ده، چې په افغنستان كې د ايساف ځواکونو وياند جوزف بلاټس د اپريل په ۴مه په کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل، چې په دې وروستيو کې ايساف ځواکونو نه يوازې د افغان ځمكنيو امنيتي ځواکونو د روزنې، چارې ګړندى كړي بلكه، د افغان هوايي ځواك د جوړولو او پياوړي كولو چارې يې هم روانې دي تر څو افغان ځواكونه دعملياتو مسووليت پر غاړه واخلي او مشري يې وکړي او په وينايې د ايساف دا مرسته به له ۲۰۱۴ كال وروسته هم دوام وكړي.
XS
SM
MD
LG