د لاسرسي ځای

ایساف وايي سږکال د طالبانو پر وړاندي عملیات پراخوي.


نقیب الله متونوال مشال رېډیو خوست

په افغانستان كې ايساف وايي،چې په روان كال کې به د وسلوالو پر وړاندې عمليات زيات شي.د ايساف د ځواکونو وياند جوزف بلاټس وايي، مخکې له دې چې د دولت وسلوال مخالفين وتوانېږي ،چې دغه ډول له لاسه وتلې سيمې يې بېرته ونيسي، افغان او ايساف ځواکونه به يې پر وړاندې ودريږي او د هغوى د پرمختګ مخه به ونيسي.


د ايساف د ځواکونو وياند جوزف بلاټس په کابل کې تيره ورځ په يوه خبري غونډه کې وويل، چې د افغانستان په سوېل او ختيځ کې د افغان او ايساف ګډو ځواکونو د عملياتو لړۍ روانه ده، خو دغه عمليات به نور هم چټک شي.

جوزف بلاټس زياته کړه، چې د دولت وسلوال مخالفين هم په پام کې لري، چې د روان کال په پسرلي کې هغه سيمې، چې د تېرکال په ژمي کې يې له لاسه ورکړې دي، بېرته ونيسي.


بلاټس وويل، مخکې له دې چې د دولت وسلوال مخالفين وتوانېږي څو له لاسه وتلې سيمې بېرته ونيسي، افغان او ايساف ځواکونه به يې پر وړاندې ودريږي او د هغوى د پرمختګ مخه به ونيسي.

نوموړي څرګنده کړه، چې په دې وروستيو کې ايساف ځواکونو نه يوازې د افغان ځمكنيو امنيتي ځواکونو د روزنې، چارې ګړندى كړي بلكه، د افغان هوايي ځواك د جوړولو او پياوړي كولو چارې هم روانې دي تر څو دعملياتو مسووليت پر غاړه واخلي او مشري يې وکړي او په وينايې د دوى دا مرسته به له ۲۰۱۴ كال وروسته هم دوام وكړي.


دا څرګندونې وروسته له هغه ترسره کېږي، چې ايساف ځواکونو تېره اونۍ په کونړ کې د عملياتو پر مهال د دولت د ٢٥وسلوالو مخالفينو او د خپلو شپږو سرتېرو له وژل کېدو خبر ورکړى وو.
XS
SM
MD
LG