د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې روانو مظاهرو د طالبانو پر وړاندې تګلاره زیانمنوي



په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو مشر جنرال ډېوېډ پیټرييس ويلي د امریکا د فلورېډا ایالت په یوې وړې کلیسا کې د قران د نسخې سېزلو عمل د وسله والو طالبانو پر ضد روانې تګلارې ته لا نور ګواښونه مخامخ کړي دي.

د جمعې له ورځې راهیسې په افغانستان کې د قهرجنو مظاهرو پر مهال لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي چې په کې د ملګرو ملتونو اووه بهرني کارکوونکي هم شامل دي.

دې افغانانو د هغه عیسوي پادري پر ضد دا مظاهرې کړې دي چې قران یې سېزلی وو. د امریکا له وال سټریټ ژورنال سره د مرکې پر مهال پیټرييس ويلي د مارچ په شلمه د قران د سېزلو عمل زښت کرکجن کار وو، دا ډېره زیاته بې احترامي وه او د زغم وړ عمل نه وو. نوموړی زیاتوي د دې پېښې پر وړاندې په افغانستان کې غوسې او تاوتریخوالي لا نورې امنیتي ننګونې یا چیلېنجونه زېږولي دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG