د لاسرسي ځای

د پخواني وزیراعظم ذولفقار علي بټو تلين لمانځل کيږي


 د پاکستان پخوانی وزیراعظم ذوالفار علي بټو او له خپل هیند سیال اندرا ګاندي سره په شمله کې ۱۹۷۲ م کال د جون ۲۸ نېټه

د پاکستان پخوانی وزیراعظم ذوالفار علي بټو او له خپل هیند سیال اندرا ګاندي سره په شمله کې ۱۹۷۲ م کال د جون ۲۸ نېټه



ظفرکريمي مشال ريډيو کراچۍ

د سند صوبې په ګړي خدابخش سیمه کې د ذولفقار علي بټو ۳۲ تلين نمانځل کيږي. د تلين په مراسمو کې د ګډون لپاره د ملک له بېلابېلو برخو د پيپلز ګوند غړي او مشران د دغه ګوند د مشرتابه پلرني ټاټوبي ګړهي خدابخش ته رسيدلي دي .

د تلين په مناسبت سند حکومت په ټوله صوبه کې رخصتي اعلان کړې ده ـ د تلين په مراسمو کې برخه اخيستونکو ته په وينا کې د پيپلز ګوند شريک مشر او د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري وينا وکړه.

نوموړي په خپله وينا کې سپریم کورټ ته د خپل لېږلي ریفرینس چې ذولفقار علي بټو ته د ورکړل شوې پانسې په سزا له سره کتنه وکړي وویل چې د پخواني وزيراعظم وژنه عدالتي ده ،،موږ د قانون خبره کوو،موږ د تاريخ څخه د يو ټکي ويستل غواړو . مونږ غواړو چې تاريخ سم وليکل شي. مونږ سره دا ژمنه له موږه بېل شوي ملګري نوازشريف هم کړې وه ،خېر هغه خو خپله وعده پوره نه کړه يا چا پوره کولو ته پرېنښودو، خو موږ په اوسني ليږل شوي ريفرنس کې دا نه د ي ويلي چې عدالت چې په اوسنۍ يوه پريکړه کې ويلي دي چې قاضي ډوګر(جسټس عبدالحميد ډوګر) د سپريم کورټ قاضي نه و، چې داسې ده نو بيا هغه خلک له کومه قاضيان شول ،چا چې د ضياالحق په ( پي سي او) د ججانو لپاره موقتي قانون باندې لوړه پورته کړې وه او هغه يې منلی و،، .


ولسمشر زرداري زياته کړه ،، ما ددې ريفرينس عدالت ته په لېږلو خپل فرض پوره کړل،راتلونکی کال چې موږ دلته ګړي خدابخش کې راټوليږو نو يا خو به موږ ته انصاف ترلاسه شوی وي او يا به موږ ټول هلته په عدالتي کوټه کې ولاړ يو ،،


ښاغلي زرداري دهغې مقدمو په اړه ،کومې چې اوس دده په ضد په محکمه کې پرتې دي وويل چې که دغه کيسونه نور هم وچليږي نو بيا هم ما خپله سزا پوره کړې ده ،بلکې څومره چې ددغه کيسونو سزا ده ،ما دهغې نه زياته سزا تېره کړې ده ،،موږ د ادارو ترمنځ ټکراو نه غواړو، موږ د ادارو څخه ادارې جوړول غواړو ـ ما ريفرينس وليږلو او په دې توګه مې محکمې ته زمينه برابره کړه چې ستاسو په لمن لګيدلی داغ پخپله ووينځۍ ،،

د تلين ګډون کوونکو ته وينا دمخه د صدر اصف علي زرداري په مشرۍ کې د پيپلز ګوند د مرکزي کميټۍ غونډه وشوه ،غونډه کې د کورنيو چارو مرکزي وزير رحمان ملک د غوڼدې ګډونوالو ته هغه رپورټ شريک کړه کوم رپورټ کې چې د پخوانۍ ړومبۍ وزيرې بې نظير بټو د وژنې په اړه تيار کړی شوی دی ـ

د غونډې وروسته خبريالانو سره په خبرو کې د ياد شوي ګوند وياند قمرزمان کايره وويل چې غونډه کې وړاندې کړی شوي رپورټ باندې ولسمشر زرداري،بلاول بټو زرداري او د پيپلز ګوند ټولو مشرانو ډاډ او باور څرګند کړه. ،،د بې نظير بټو د وژلو په منصوبه کې چې کوم عناصرو لاس درلود دهغې نومونه په رپورټ کې ياد شوي دي ،موږ ددې قضيې اخري چالان په عدالت کې جمع کوو ،،


د بې نظير بټو د وژنې په اړه تحقيقاتي رپورټ څه موده د مخه د بينظير بټو د تلين په مناسبت د پيپلز ګوند د مرکزي کميټې په غونډه کې د وړاندې کولو اعلان شوی و،خو په هغه غونډه کې د پيپلز ګوند د مشر بلاول بټو زرداري د نه ګډون له وجې دا رپورټ تراوسه ځنډېد لی وو.

د پاکستان پخوانۍ وزیراعظم ذوالفقار علي بټو د پخواني پوځي دکتاتور جنرال ضیاالحق لخوا له واکه هیسته کړل شو او هم د جنرل ضیا په واکمنۍ کې جوړو عدالتونو ذولقارعلي بټو ته د پانسۍ امر ورکړ او د ۱۹۷۹ م کال د اپرېل پر څلرمه نېټه پانسۍ ورکړل شوه.
XS
SM
MD
LG