د لاسرسي ځای

د سعودي عرب چارواکي وايي، تر اوسه یې له ترهګرۍ سره په تړاو کې پنځه زره اتیا کسان تورن ګرزولي.



د سعودي عرب چارواکي وايي، تر اوسه یې له ترهګرۍ سره په تړاو کې پنځه زره اتیا کسان تورن کړي دي.


د دې هیواد حکومتي رسنیو خبر ورکړی، چې دا کسان په هیواد کې له ترهګر جرمونو سره په تړاو کې تورن ګرزول شوي دي. خو په دې رپوټونو کې داسې نه دي ویل شوي چې دا کسان څه وخت تورن شوي دي.


په ۲۰۰۳کال کې القاعده یو کمپاین پیل کړی وو، چې د سعودي عرب بادشاهت له واکه لرې کړي ، خو له ۲۰۰۳نه تر ۲۰۰۶ کال پورې د دې هیواد حکومت په دې
کې بریالی شو ، چې د بهرنیو کارپوهانو په مرسته د دې کمپاین مخه ونیسي ، چې پکې پر حکومتي دوترونو ، سفارتخانو او د تېلو پر ځایونو بریدونه کېده
XS
SM
MD
LG