د لاسرسي ځای

په شمالي وزیرستان کې نامالومه وسله والو د پاکستاني پوځ پر یوه کېمپ راکټي برید کړی.


د شمالي وزیرستان د رزمک په سیمه کې نامالومه وسله والو د پاکستاني پوځ پر یوه کېمپ راکټي برید کړی، چې یو ماشوم پکې وژل شوی، او دوه نور ژوبل دي .

دغه راکټونه د ملیشې ځواکونو د یو چارواکې په کور غورزیدلي، چې پکې د هغه یو ځوې وژل شوی، او دوه ماشومان یی ژوبل دي.


د شمالي وزیرستان د رزمک په سیمه کې له شاوخوا غرونو نه وخت پر وخت د پاکستاني پوځ پر کېمپونو راکټي بریدونه تر سره کیږي، چې څو ورځې وړاندې هم پر یاد شوي کېمپ څلور راکټونه غورزول شوي وو.
XS
SM
MD
LG