د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لیبیا کې حکومت مخالفه وسلوالو ډلو وییلي، د نیټو په مشرۍ کې د روانو عسکري عملیاتو ملاتړ کوي.


په لیبیا کې پر خونړیو هوايي بریدونو سربېره، یاغیان د نېټو په مشرۍ کې د روانو عسکري عملیاتو ملاتړ کوي.


یاغیانو د دې عملیاتو په ترڅ کې هغه یوه بده پیښه بللې، چې د تېرې جمعې په شپه پکې د دوي دیارلس کسان ووژل شول. د نېټو چارواکي وايي، چې دوي به د دې پېښې په اړه پلټنه کوي.


په عین حال کې د معمر قذافي حکومت له یاغیانو لخوا د جنګ بندۍ وړاندیز رد کړی، او ویلي دي، چې ځواکونه به یې له ښارونو نه ونه وزي.


د مصراته او بریجه له ښارونو نه د یاغیانو د اېستلو لپاره د معمر قذافي ځواکونو خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG