د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې له ښځو سره د زورزیاتي په اړه غونډه


د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د مارچ پر ۷ مه نېټه په لاهور کې د ښځو یو لاریون
د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د مارچ پر ۷ مه نېټه په لاهور کې د ښځو یو لاریون
ظفر کریمي مشال رېډیو کراچۍ

په ټولنه کې د ښځو سره د ظلم او په تېره بيا په ښځو د تېزاب وراچولو د پېښو په اړه د عامه پوهاوي په موخه د فبرورۍ پر ۳۱ مه نېټه د کراچۍ په يو مقامي هوټل کې سيمينار ترسره شو.

د مدني ټولنې ای ايس ايف لخوا جوړ شوي دغه سيمينار کې پوهانو د ښځو سره د ترسره کيدونکو مظالمو او د تېزاب غورځولو څخه د پيدا کيدونکو ناروغيو او خطرو په اړه خبرې اترې وکړې.

مشال ريډيو سره په خبرو کې د يادې شوې ادارې مشر محمدخان وويل چې د تېرو څو کلونو راهسې پاکستان کې د کورنۍ جنګ جګړې په مهال د تيزاب شيندلو پېښې زياتې شوي دي ،، پاکستان کې هرکال دا دوه سوه دغه ډول پېښې کېږي،خو دا ستر ظلم ځکه دی چې کوم انسان باندې تيزاب واچول شي نو دهغه ژوند تباه شي ،دهغه د واده ،دهغه د کار او دهغه د پېشې ټول امکانات ختم شي ـ پېښور او صوابې کې هم داډول کيسونه رامخ ته شوي دي خو زياتره کيسونه د پنجاب په سرايکي سېمو کې رامنځته کيږي،،.

د محمدخان په خبره غير رسمي اداره ای ايس ايف د تېزاب څخه د اغيزمنو شويو انسانانو سره د روغتيا او قانون په برخه کې وړیا مرستې کوي.

نوموړي زياته کړه ،،چې څوک د تيزاب د شيندلو له امله زخمي شي نو مونږ هغوي ته وايو چې بايد مونږ ته ټلې فون وکړي ، مونږ دداسې خلکو سره د روغتيا په برخه کې مرستې کوو او ددې نه علاوه د قانون په برخه کې او نور هرڅه چې زمونږ په لاس کې وي ،دوي سره مرستې کوو .

د يادې شوې ادارې مشرې راڼي ګل وويل چې زمونږ په ټولنه کې ښځو سره ترسره کيدونکي ظلم په اړه خبرونه د کور څخه ډېر کم بهر ته راځي ،او همدا لامل دی چې دغه ډول ظلمونو ورځ تر ورځه زياتيږي ،، مونږ کوشش کوو چې په ښځو ترسره کيدونکي ظلمونه د ميډيا ،وزارت او نورو لارو هڅې کوو چې د ښځو زندګي محفوظه شي ،،.


د خېر ښېګرې د ادارې مشر او مشهور قانون پوه قادرخان مندوخېل وويل چې د پاکستان موجوده قانون کې په ښځو د ترسره کيدونکو مظالمو او په تېره بيا په هغوي د تېزاب د ورشيندلو به ضد کوم ځانګړی قانون تراوسه نه دې ترتيب شوی ،، په ښځو د مظالمو او يا د تېزاب اچونې د ملزمانو په ضد پوليس د ۳۲۴ دفعه لګوي،دا د اقدام قتل دفعه ده ، دې کې دا هم راځي چې څوک دې به ګټه وويشتو،څوک دې په لرګي ووهلو يا دې څوک په ګولۍ وويشتلو ددې ټولو دپاره دا يو قانون دی او ددې جرم سزا لس کاله ده ـ چونکې د تيزاب اچولو له وجې د سړي ټوله زندګي متاثره کيږي نو پکار ده چې ددې دپاره بېل قانون جوړ کړی شي ،،



سيمينار کې د سند حکومت د ښځو د حقونو د خونديتوب وزيرې توقير فاطمه بټو هم برخه واخيسته ـ نوموړې ژمنه وکړه چې په اسمبلۍ کې به په انسانانو د تېزاب اچونې به ضد ځانګړی قانوني بل د منظورلو هڅې وکړي ترڅو له دې لارې ددې ظلم مخه ونيسي.
XS
SM
MD
LG