د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مالاکنډ دویژن کې د ججانو نه ګمارلو پر ضد د وکیلانو احتجاج


په سوات کې د وکیلانو احتجاجي لاریون
په سوات کې د وکیلانو احتجاجي لاریون
نیازاحمد خان مشال رېډیو سوات

دملاکنډ لايرزايکشن کميټې اوسوات بارايسوسي ايشن وکیلانو د ملاکنډ په های کورټ (دارلقضاء) کې د ججانونه د نه ګمارلو پر ضد احتجاج لا هم دوام لري او له عدالتونه یې دبايکاټ تر څنګ د لوږې علاامتي هړتال هم جاري دې.

د سوات ضلعي کچرۍ کې وکيلانو د سيدوشريف عدالتونو نه تر مينګورې نشاط چوک پورې لاريون هم وکړو.

دسوات بارايسوسيش اوملاکنډ ايکشن کميټې مشر اصغرخان وکيل وايي د پاکستان د قانون له مخې په ملاکنډکې دارالقضاء له پاره له یوه کال راهیسې وداني هم جوړې شوې دي خو له دبدمرغه تر اوسه پورې په دغه عدالتونوکې ججان نه دي ګمالرل شوي چې له وجې یې په زرګونه مقدمې ځنډېدلې دي. خلک پيښورته په تلو مجبوره دي هلته هم دزیاتې ګڼې ګوڼې له لاسه مقدمې پر وخت نه فیصله کېږي.

دی وايي تر هغو چې په دارلقضا کې ججان نه وي ټاکل شوي د ودوی هړتال او له عدالتونو به یې باییکاټ دوام لري.

دوکيلانو د بایيکاټ له وجې په سوات او د ملاکنډيو شمير عدالتونو کې کار بند شوی دی او خلک یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د سيدوشريف ضلعي کچرۍ کې يو مشرمحمدکرم چې دبريکوټ سوات اوسيدونکی دی دی وايي ،((له تيرو۱۶ کالوراهیسې يومقدمه کې عدالت ته ځم راځم کله دکيلانوهړتال وي کله دججانو او دمقدمې چلولو لپاره نور د پیسو توان هم نه لرم .وړاندې زلزلو ، سيلاونو او طالبانو وځپلو .او لا هم زموږ د خوارانو خلکو مسلې نه حلېږي ))


په دغه عدالتونو کې د مقدمې چلولو لپاره دخلکو درخواست لیکونکی روح الامين وایي چې دې عدالتونو ته خلک له لرې لرې سيمو څخه راځي ،خو دوکيلانو د هړتال له وجې په عدالتونو کې دمقدمو تاريخونه بدليږي او خلکو له لویو مشکلاتو سره مخامخېږي .


د وکیلانو د اتحادیې مشر اصغرخان وايي ،د خلکو دغه تکليف له هغ نه سیوا دی چې دغه خلک او وکيلان پيښورته په تلو مجبوره دي اوهلته هم دهغوی مقدمې پر وخت نه خلاصېږي.

د وکیلانو او خلکو ددغه ستونزې په اړه دخيبرپښتونخوا وزيراعلي امير حيدرخان هوتي وايي چې د ټول ملک په سطح د ججانو کمۍ دی او خپله های کورټ هم ورته ستونزه لري هلته هم دججانو کمی دی خو هيله یې وښودله چې ډېر ژر به دا کمی له مینځه یوسي او د ملاکنډدارلقضاء کې به دوه ججان خپل کار شوروکړي.
XS
SM
MD
LG