د لاسرسي ځای

په افغانستان کې د ښوونکو کچه لوړه شوې ده.


افغان ولسمشر کرزی د ښوونکو غونډې ته وینا کوي

افغان ولسمشر کرزی د ښوونکو غونډې ته وینا کوي

نقیب الله متونوال

مشال رېډیو خوست


دافغانستان د ښوونكو د روزنې له موسسو د دارالمعلمينونو څخه د څه باندې شل زره کسان فارغ او په دې سره د دې هېواد په ښوونځيو کې د مسلکي ښوونکو سلنه له ٣٠ څخه ٣٦ ته لوړه شوه .

د ښوونكو د فراغت په دې مراسمو کې ولسمشر حامد کرزى هم ونډه لرله اوپه خپله وينا كې يې د وسله والو طالبانو مشر ملا محمد عمر هغه پيغام ته په خپل غبرګون کې هرکلی وويلو،چې پر ښوونځيو به بريدونه نكوي او د دې د عملي کېدو تمه يې وښوده.

د افغانستان د پوهنې وزير فاروق وردګ نن د كابل په اماني ليسه كې په دې اړه جوړو ځانگړو مراسمو كې وويل، ياد ښوونكي، چې شمېره يې ٢١٧٩ تنو ته رسيږي ، د ښوونكو د روزنې له ٤٢ موسسو او ٨٠ اړونده څانګو څخه فارغ شوي دي او په دې سره د دې هېواد په ښوونځيو کې د مسلکي ښوونکو سلنه له ٣٠ څخه ٣٦ ته لوړه شوه .

فاروق وردګ په هېواد کې د مسلکي ښوونکو کمښت د پوهنې د بهير لپاره يوه لويه ستونزه وبلله او دغه راز دا مهال يې د هېواد په ښوونځيو کې د شته ٨،٣ ميليونه زده کوونکو لپاره د ښوونکو اوسنى شمېر کم وباله .

د افغانستان د پوهنې وزير زياته كړه ،((د معلوماتو له مخې ، دا مهال په هېواد کې ټول ١٨٠ زره ښوونکي شته، خو پر دې اساس ، چې هرو ٣٥ ښوونکيو لپاره بايد يو ښوونکى موجود وي دغه شمېره ډېره لږ ده او ٤٧ زره نورو ښوونکيو ته اړتيا شته ((
هغه زياته کړه ، چې دا مهال په يادو ښوونيزو موسسو کې ٥٠ زره تنه په زده کړو بوخت دي او د دارالمعلمينونو لپاره معياري نصاب هم جوړ شوى دى .
د ښوونكو د فراغت په دې مراسمو کې ولسمشر حامد کرزى هم ونډه لرله اوپه خپله وينا كې يې د افغانستان د وروسته پاتې كيدو لامل هم د پوهې نشتوالى وباله.

ولسمشر حامد کرزى د وسله والو طالبانو مشر ملا محمد عمر هغه پيغام ته په خپل غبرګون کې هرکلی وويلو،چې پر ښوونځيو به بريدونه، نكوي او د دې د عملي کېدو تمه يې وښوده.

د وسله والو طالبانو مشر ملا محمد پيغام کې پر ښوونځيو بريدونه، د هغوی کار بللی، چې په خبره يې د افغانستان او اسلام دښمنان دي.
که د طالبانو د مشر دغه وروستى فرمان عملي شي په پښتني سيمو کې به، چې په تېرو لسو کلونو کې له تعليمي بهيره وروسته پاتې دي ، ماشومان د زده کړو موقع ومومي.

د يادونې ده، چې د افغانستان د پوهنې وزارت له لوري د ورکړل شويو رسمي شمېرو له مخې دا مهال د افغانستان په نا امنه سيمو کې د وسله والو مخالفينو د ګواښونو له وېرې کابو ۴۵۰ ښوونځي تړلي دي چې له ۲۰۰زره زيات ماشومان يې له زده کړو بې برخې کړي دي.
XS
SM
MD
LG