د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګلاب کرل تر اپیمو زیاته ګټه لري




نقیب الله متونوال مشال رېډیو خوست


دننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایې چې د دې ولایت د اچین او سپین غرولسوالیو بزګرانو ته يې د کوکنارو د بديل لپاره د ګلاب بوټي ورکړي، چې په خپلو ځمکوکې یې وکري.
د دوى په خبره، چې موخه يې له دې پروژې، له کوکنارو څخه د سیمې پاکول او بزګرانو د حاصلاتو زیاتول او دوی ته ډېره ګټه رسول دي.

د دې ولسوالیو اوسیدونکي هم په دې خوښي ښيي او وایې چې د ګلابو پالنه اسانه اوګټه یې زیاته ده، اوپه دې سره به دوی نور د کوکنارو کښت ته نه مخه کوي.

دوی له دولتي چارواکو غوښتنه کوي چې دا لړۍ دې په ټول ننګرهارکې پراخه اود بزګرانو سره دې په دې برخه کې زیاته مرسته وشي.
د کرنې ریاست د ترویج مدیر محصل خان وایې، چې دوی په پلان کې لري، دا پروژه نورو ولسوالیوکې هم عملي کړي.

داچین ولسوالی دکرنې څانګې یوتن مسؤول محمد توفیق هم وایې چې ددې پروژې له پیل څخه خلک خوشاله دي او له یو جریب ځمکې ۱۱۴ کیلو ګلاب پاڼې ترلاسه کیږي اوبیا هلته په پټي کې ترې دا پاڼې یو كيلو په ۷۰ افغانیواخیستل کیږي او په دې ډول یوجریب ځمکه په کال کې نیږدې ۴۰ زره افغانی حاصل کوي.
XS
SM
MD
LG