د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چارسده کې ځانمرګي برید ۱۱ تنه وژلي او ۲۷ نور ژوبل دي


د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د ډي سي او له دفتر سره نزدې یوه څانمرګي بمي لږ تر لږه یو لس کسان وژلي او څه باندې ۲۷ یې ژوبل کړل.

برید د جمعیت العلما اسلام دمولانا فضل الرحمن ډلې پر کاروان شوی.

به دغه پېښه کې د جمعیت العلما اسلام د ګوندي غړو په ګډون ماشومان ښځې او پولیس هم وژل شوي دي.

پرون د نهې په ورځ هم په صوابۍ کې یوه ځانمرګي د یاد شوي ګوند پر استقبالییه ځان وچولی چې لس تنه یې پکې ووژل.

له تېرو دو درو هفتو راهیسې په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ځانمرګو بریدونه خونړۍ لړۍ پېل شوې چې لویه هغه یې د مارچ میاشتې پر نېټه د پېښور په څنډو د ادیزو په کلي کې د یوې میرمنې د جنازې په لمانځه کې وشوه چې پکې له ۴۵ ډېر کسان ووژلي او ګڼ نور یې ژوبل کړي وو.

په سیمه کې د ځانمرګو بمي بریدونو ،بمي چادونو او د هدفي وژنو پړه تر ډېره په سیمه کې فعاله وسلوالې ډلې پر غاړه اخلي.

خو که وکتل شي دغسې بریدونه اکثره د پاکستان پر امنیتي ځواکونو،پر سیاسي لبرال ګوندونو لکه عوامي نېشنل پارټي ، پیپلز پارټۍ او داسې نورو همخیاله ډلو باندې کېږي او د وسلوالو ډلو پر نظریاتي ملاتړو لکه جمعیت اسلامي او جمعیت العلما اسلام (ف) (س) ا و داسې نور و باندې ډېر لږ بریدونه شوي دي.
XS
SM
MD
LG