د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جاپان ایټمي ریکټر نه تابکاره مواد په سمندر ګډېږي



د جاپان د ایټمي او صنعتي حفاظت ایجنسۍ ویلی دي ، د فوکیو شیما ډایچي ایټمی پلانټ د لومړي رییکټر نه تابکاره مادې د سمندر په اوبو کې ګډې شوې دي، خو د ایجنسۍ مشر زیاتوې، ددې نه خلکو ته خطره نشته.

د جاپان وزیر اعظم ناوتو کان ویلي، د تابکاره مادو په هوا او سمندر کې د خوریدو له وجې یی خلکو ته د زیات بیداره اوسیدو وینا کړې ده.

بلخوا د جاپان حالاتو ته په کتو سره د امریکا ولسمشر وایي ، دوی به دا یقیني کوي ، چې د هیواد ایټمي تنصیبات یی محفوظ دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د امریکا د ايټمې وسلو د خوندي ساتلو ادارې نه غوښتنه کړي، چې په ملک کې د ایټمي تنصیباتو خونديتوب دي یقیني کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG