د بحرین حکومت مخالفې شیعه ډلې مشر شیخ علي سلمان ایران ته ویلي، د دوي د هیواد په داخلی چارو کې مداخلت نه کوي.
سلمان د بحرین نه د بهرنی ځواکونو د وتلو غوښتنه هم کړي ده، او وا یی ، بحرین د سعودی عرب او ایران لپاره د جنګ میدان جوړ شوې دی.
دوه اونۍ وړاندی د بحرین د سنې بادشاه په بلنه د سعودي عرب او نورو عرب هیوادونو څه نا څه ۱۵۰۰ ځواکونه بحرین ته د حکومت مخالفه شیعه ډلو لخوا د مظاهرو وروستو راغلی، چې په دغه مظاهرو کې له ۲۰ زیات کسان وژل شوې وو.
د بحرین حکومت په ایران تور لګوي په ملک کې یی بد امني پیدا کول غواړي، بلخوا ایران دغه تورونه رد کړي دي.