د لاسرسي ځای

هند او پاکستان دې خپلې لانجې په خپله حل کړي.ګیلاني


د باکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني له خپل هندي سیال من موهن سینګ سره

د باکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني له خپل هندي سیال من موهن سینګ سره

د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني ویلي ، باید هندوستان او پاکستان خپلې مسلې په خپله هوارې کړې.

د هند په مهالې ښار کې ګیلانې د میډیا سره د خبرو پر وخت وویل، دواړو هیوادونو ته پکار ده ، چې د بدامنۍ ، بی روزګارۍ او غربت خلاف وجنګیږی نه چې د یو بل خلاف.

د هند وزیر اعظم من موهن سنګ وویل ، هڅه به کوی چې د خبرو د لاري ټولې مسلی هوارې کړي.


هند او پاکستان د ۲۰۰۸ کال د ممبۍ بریدونو وروستو په لومړی ځل ، په یو ښه ماحول کې خبرې اترې پیل کوي.


د من موهن سنګ په بلنه، دواړو مشرانو په مهالي کې د هند او پاکستان تر مینځ د سیمې فاینل لوبه په یو ځای وکته.

هندوستان او پاکستان په ۱۹۴۷ م کال له برتانوي راج څخه د خپلواکی د ترلاسه کولو وروسته د کشمیر پر سر له یوه بل سره دوه ځلي جنګېدلي او بیا په ۱۹۷۱ م کال د بنګله دېش د جلا کېدو وروسته هم له یو بل سره وجنګېدل.

خو دواړه هیوادونه کله نه کله دروغې جوړې خبرې پیل کړي چې اکثره بې نتیجې پاته کېږي.
XS
SM
MD
LG