د لاسرسي ځای

تازه خبر

معمر قذافي به فشار ته غاړه کېږدي.ولسمشر اوباما


ولسمشر اوباما له اېن بي سي ټیلي ویژن سره مرکه کې ویلي معمر قذافي به فشار ته غاړه کېږد
ولسمشر اوباما له اېن بي سي ټیلي ویژن سره مرکه کې ویلي معمر قذافي به فشار ته غاړه کېږد


دامریکا ولس مشر بارک اوباما وايي هغه په پوره باور سره ویلی شي چې د نړیوال فشار په وړاندې به د لیبیا ولس مشر معمر قذافي اخرهم د واک پرېښودلو ته اړشي . نوموړي داڅرګندونې د اېن بي سي ټیلي ویژن سره د مرکې پرمهال کړي دي.

تیره ورځ د لیبیا په اړه په یو جوړ شوي کانفرانس کې غربي مشرانو کلکه اراده ښکاره کړه چې دلیبیا د حالاتو د سمون لپاره به د رابطې یوه ډله جوړوي .

دبرتانیا وزیر اعظم ډیوډ کیمرون په دې موقع وویل :غږ

بل پلو د امریکا یوې جنګي بیړۍ په طرابلس کې د قذافي د وسلې په یو ډیپو باندې د کروز میزایو دوه ویشت توغندي ورولي دي.

همدارنګه تازه رپورټونه وايي چې د قذافي مخالفین چې د لیبیا د حکومت خلاف د بمبارۍ پرمهال یې غربي لوري ته ډیر پرمخ تګ کړی و ، د قذافي د ځواکونو له خوا بیرته په شا کړی شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG