د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر قذافي به نړیوال فشار ته غاړه کېږدي .ولسمشر اوباما


دامریکا ولس مشر بارک اوباما وايي هغه په پوره باور سره ویلی شي چې د نړیوال فشار په وړاندې به د لیبیا ولس مشر معمر قذافي اخرهم د واک پرېښودلو ته اړشي . نوموړي داڅرګندونې د اېن بي سي ټیلي ویژن سره د مرکې پرمهال کړي دي.

تیره ورځ د لیبیا په اړه په یو جوړ شوي کانفرانس کې غربي مشرانو کلکه اراده ښکاره کړه چې دلیبیا د حالاتو د سمون لپاره به د رابطې یوه ډله جوړوي .

دبرتانیا وزیر اعظم ډیوډ کیمرون په دې موقع وویل :غږ

بل پلو د امریکا یوې جنګي بیړۍ په طرابلس کې د قذافي د وسلې په یو ډیپو باندې د کروز میزایو دوه ویشت توغندي ورولي دي.

همدارنګه تازه رپورټونه وايي چې د قذافي مخالفین چې د لیبیا د حکومت خلاف د بمبارۍ پرمهال یې غربي لوري ته ډیر پرمخ تګ کړی و ، د قذافي د ځواکونو له خوا بیرته په شا کړی شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG