د لاسرسي ځای

تازه خبر

په صوابۍ کې ځانرګي بمي برید اوه تنه وژلي او ۲۲ ژوبل دي


ځانرګۍ برید د مولانا فضل الرحمان د استقبال لپاره پر ولاړو خلکو شوی دی.
ځانرګۍ برید د مولانا فضل الرحمان د استقبال لپاره پر ولاړو خلکو شوی دی.
د خیبر پښتونخوا د صوابۍ ضلعې په انبار سیمه کې نن سهار شاوخوا ۱۱بجې یو ځان مرګي برید یو پولیس سب انسپکټر یو او اوه تنه عام ولسي وګړي ووژلي او ۲۲ یی ژوبل کړې دي.

د صوابۍ ډي سي او عبدلجبار خان مشال ریډیو ته د پیښې په اړه وویل، دغه یو ځان مرګی برید وو، او زیاتوي دا د دوي پر چیک پوسټ نه دی شوی. بلکه په انبار کې د مولانا فضل الرحمان د استقبال لپاره پر ولاړو خلکو شوی دی.

دی زیاتوي چې په پېښه کې مرګ ژوبله زیاتره عامو خلکو ته اوښتې ده.

.مولانا فضل الرحمان چې د مذهبي ګوند جمعت علما اسلام مشر دی ، نن یې په صوابۍ کې جلسه رابللې ده. خو د صوابۍ ډي سي او زیاتوي، دا لا نه ده معلومه چې ددې برید هدف څوک وو.

د جمیعت علما اسلام صوبایی سیکرټري اطلاعات آصف اقبال داودزي مشال ریډیو ته وویل، د مولانا فضل الرحمان په صوابۍ کې د جلسې په استقبالیه باندی دغه برید شوی دی. دی وایی د دوي د ګوند ځینې کسان او پولیس په دې برید کې ژوبل شوي دي ، او د ګوند ټول مشران یی روغ جوړ دي.

د پیښې ژوبل تنان د صوابۍ، مردان او پیښور روغتونونو ته وړل شوي دي.
XS
SM
MD
LG