د لاسرسي ځای

کرکټ لوبه : پاکسټان ۲۵ اورونه منډې ۱۰۶ درې اوټ


 د شاهید اپرېدي په مشری پاکستاني کرکټ ډله په روانه جهاني سیالۍ کې ډېره ښه ځلېدلې ده

د شاهید اپرېدي په مشری پاکستاني کرکټ ډله په روانه جهاني سیالۍ کې ډېره ښه ځلېدلې ده

د هندوستان د پنجاب ریاست په مهالي کې د پاکستان او هندوستان ترمنځ د کرکټ روانه لوبه کې هند د خپلې برخې بېتینګ وکړ او پاکستان ته یې د ۲۶۱ منډو هدف وتاکلی.




د هندوستان د پنجاب ریاست په مهالي کې د پاکستان او هندوستان ترمنځ د کرکټ په روانه لوبه کې دا مهال د پاکستان کرکټ ډله لوبه بېټینګ ګوي.

د پاکستاني کرکټ ډلې کامران اکمل د ظهیرخان لخوا په ۱۹ منډو اوټ شو.

محمد حفیظ د موناپ پټېل په ګیند په ۴۳ منډو اوټ شو.

په لس اورونو کې هندي لوپدلې ۷۳ منډې او مات وو او پاکستان ۵۲ منډې یو مات.

هندي ډلې پاکستاني ډلې ته د ۲۶۱ منډو هدف وټاکلی .په روانه لوبه کې نن تر ټولو زیات وهاب ریاض وځلېدی چې په یوازې سر یې پنځه هندي لوبغاړي اوټ کړل.نن د عمر ګل بخت ونه ځلېد.

ویریندر سیهواک د وهاب ریاض لخوا په ۳۸ منډو کې اوټ شو.

ګوتم ګمبیر د محمد حفیظ لخوا په ۲۷ منډو کې اوټ شو.

وېرت کوهلي د وهاب ریاض لخوا په نهه منډو اوټ شو

یو راج په صفر د وهاب ریاض لخوا اوټ شو.

سچن ټنډولکر چې د هندي لوبډلې تکړه لوبغاړی دی په ۸۵ منډو د سید اجمل لخوا اوټ شو.

د هند بل تکړه لوبغاړی دوني په ۲۵ منډو د وهاب ریاض لخوا اوټ شو

هندي لوبغاړو د پاکستاني باولرانو عمرګل او عبدالرزاق په باولینګ کې ډېرې چوکې جوړې کړي.

د هند او پاکستان لوبه له تاریخي پلوه ډېره مهمه ده.دواړو هیوادونو په داسې حال کې لوبه کوي چې تعلقات یې تر بل هر وخت ډېر کړکېچن دي.

په پاکستان کې د لوبې کتو لپاره نن سرکاري رخصتي اعلان شوې او خپله په هند کې هم دفترونو ته حاضري ډېره کمه ده.


دواړو ملکونو کې مېډیا په خپلو خپرونو کې خپل سرټکي کرکټ لوبه اخیستې. ددې لوبې له وجې په هند کې پر تیلویژنو د اشتهار بازۍ یو بازار تود شوی دی.

که څه هم کرکټ یوه لوبه ده خو کله چې هند او پاکستان یو بل ته مخامخېږي نو په دواړو ملکونو کې نه یوازې خلک په کې ډېره دلچسپي اخلي بلکه د دواړو ملکونو سرکار هم میدان ته ودانګي.

هندوستان ته د کرکټ لوبې کتو مخکې په سر ښار اسلام اباد کې د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني خبري کنفرانس ته ویلي چې د هند د وزیراعظم من موهن سینګ لخوا د کرکټ لوبې کتلو بلنې ته مننه وايي او زیاته یې کړه چې د دواړو ملکونو ترمینځ د کرکټ لوبې د ودې لپاره او د دواړو ملکونو د ولسونو جذباتو ته په کتو سره او د دواړو ملکونو ترمنځ د امن د بهتری په خاطر دې لوبې کتو ته ځي .

نوموړي زیاته کړه د دواړو ملکونو ولسونو ته ویل غواړي م چې له کرکټ لوبې خوند واخلي او د لوبغاړو کارکردګي وستايي.

وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني وویل طبعي خبره ده چې ((زما له تګ سره به د دواړو ملکونو ترمنځ په راشه درشه کې هم پرمختګ وشي.او د ا مثبت ګام دی.د هند او پاکستان د سکریتریانو په کچه غونډې وشوې په هغې کې هم پرمختګ وشو.))
XS
SM
MD
LG