د لاسرسي ځای

په بلوچستان کې به د بجلۍ لوډشېدینګ کله ختمېږي؟


په بلوچستان کې بتۍ ځي راځي

په بلوچستان کې بتۍ ځي راځي

خدای نور ناصر مشال رېډیو کوټه

له تېروڅوورځوراهیسي په بلوچستان کي دبجلۍ تلو راتلو خلک له سختوستونځوسره مخامخ کړي دي.خو د صوبې د بجلۍ رسولو ادارې کیسکومشرشفیق خټک وايي ، په يوه اوونۍ کې دننه به د لوډشیډنګ ختم شي.
دبلوچستان په ځینو بلوڅ مېشتو او ډېری پښتون مېشتوسیموکي وروسته له هغه
دبجلۍ لوډشيډنګ زیات شو، چي دصوبې په بیلا بیلو برخو نامعلومه کسانو دبجلۍ لږترلږه شپږ ستني په چاودېدونکوتوکو والوزولې.

دکیسکودمشرشفیق خټک په ویناتردې پېښووروسته يې څوڅوواره د وران شویو ستنودجوړېدوهڅي کړې، خوبیاهم پرې بریدونه شوي،(( نهم په لسم مارچ دوارنکاری پېښي وشوې، چي د۲۲۰ کې وي دوه سرکټي ویجاړي شوې.او زموږ ټولې درې سرکټې لرو چې دوه وویشتل شو ې نو ظاهره خبره ده چي لوډشيډنګ به کېږي او وايي چې په یوه اونۍ کې به تبا شوې سرکټې جوړې کړي۹۹

که څه هم شفیق خټک په خبري غونډه کي دلوډشيډنګ وخت په کوټه کي ۱۲ په نورو ښارونوکي ۱۶ ګنټې یادکړ، خوداوسېدونکيوویناده په کوټه کي ۱۶ او او په نورو ښارونوکي له ۲۰ څخه تر۲۲ ګنټو پوري لوډشيډنګ کېږي.


دیادوني وړه ده چي له تېروڅوکلونوراهیسي په ددې صوبې په بلوڅ مېشتوسیموکي په ژمي کي دګیسو نللیکي او په دوبي کي دبجلۍ ستني دنامعلومه کسانوله خواپه چاودېدونکوتوکوالوزول کېږي. چي بیاهم اکثره وخت دپښتون میشتوسیمواوسېدونکي په ژمي دګیس او په دوبي کي دبجلۍ له نشتوالي سره مخ وي.
XS
SM
MD
LG