د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان ډاکټران تنخوا ګان زیاتوالی غواړي


بولان مېډیکل کالج
بولان مېډیکل کالج


د پاکستان میډیکل ایسوسي ایشن،بلوچستان څانګي له خوا صوبایي حکومت ته د یوې میاشتي مهلت ورکړل شوی دی ،چي د دوي تنخوا ګانو دې زیاتې کړي ،ګني دوي به په سخت احتجاج لاس پوري کړي.

د پي،ایم،اې بلوچستان یو مشرډاکټرطارق مشال رېډیو ته وویل،چي دا وخت د ډاکټرانو میاشتنۍ تنخواګانې له ۱۳ زره نه واخلې تر ۱۸ زره روپۍ پورې جوړېږي چې د یوه مزدور هومره هم نه ده.

ډاکټر طارق زیاتوي،‎((چي په ګاونډي هیوادو،لکه هند او بوټان کي د یوه ډاکټر میاشتنۍ تنخوا له ۷۰زرو نه ۸۰ زرو روپیو پوري ده او په سعودي کي هم دغه زموږ پاکستاني ډاکټرانو ته د هغه ځاي حکومت له ۷ څخه تر ۸ لکه روپیو پوري میاشتنۍ معاش ور کوي.))

ډاکټرانو له بلوچستان حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د دوی میاشتنۍ تنخوا دې هم د ډاکټرانو له عهدې سره سمه لوړه شي چې د دوی په په خبره هاوس افسر ته دې ۳۵ زره روپۍ ، میډیکل افسر ته دي ۸۰ زره روپۍ ، رجسټرار ته دي یو لک،پنځوس زره او میډیکل ایسوسي ایټ افسر ته دي ۳ لکه میاشتنۍ تنخوا ورکړل شي که نه نو سخت احتجاج به وکړي.

د یادوني وړ ده چي په لاهور کي د ځوان ډاکټرانو د اتحادییې د ٫٫ینګ ډاکټرزایسوسي ایشن٬٬ له اړخه د احتجاج وروسته،اوس د ډاکټرنو ملکي سازمان ٫٫پي،ایم،اې٬٬ هم په تنخواګانو کې د زیاتوالي غوښتنه کړې او دغوښتني د نه منلو په صورت کي یې د سخت احتجاج اعلان کړی دی .
XS
SM
MD
LG