د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لیبیا کې د ټولوژنې د مخنیوي په موخه مو عملیات وکړل .اوباما


د امریکا ولسمشر بارک اوباما خپل ولس ته وینا کوي
د امریکا ولسمشر بارک اوباما خپل ولس ته وینا کوي
د مشال مرکزي خبري څانګې رپوټ

ژباړه ملیحه امیرزاده


د امریکا صدر بارک اوبامه ولس ته په خپله ټیلي وژني وینا کې وویل چې په لیبیا کې ېې د خونړۍ پیښو او د خلکو د ټول وژنې د مخنیوي په ترڅ کې په دغه هیواد کې د عملیاتو کولو فیصله وکړه.

نوموړي زیاته کړه چې معمر قذافي له یی اول چانس ورکړې و چې د مخالفه ډلو او د خلکو پر ضد دې تشدد بند کړي. خو هغه ونه منله او بریدونه یی نور هم زیات کړل،((موږ پر دې پوه وو چې که یوه بله ورځ مو انتظار کړې وې نو بن غازي ښار چې 7 لاکه خلک پکې اوسیږي، داسې قتل عام به پکې شوې وې چې ټوله سیمه به یی لړزولې وې او د نړۍ ضمیر به ملامت وو، که داسې شوې وې ، نو دا به زموږ د ملي ګټو پر ضد وو. نو ځکه ما ددې نه انکار وکړ. او نهه ورځې مخکې کانګریس سره د سلا مشورې نه وروسته، ما د پوځې عملیاتو اجازه ورکړه چې د خلکو وژنه ودروي او د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا ۱۹۷۳ کال قرارداد دې عملي کړي. ))

بارک اوبامه ډاډ ورکړ چې د قذافي د ځواکونو نور پرمختګ یی ودرولې. نوموړي قذافي ته د یو ظالم نوم ورکړ چې د ولسي وګړو پر ضد یی عملیات پیل کړي. خو د ایتلافی ځواکونو د هوایی بمبارۍ او لیبیا د نه الوت سیمه ګرځولو سره د مخالفه ډلو مرسته شوې او د قذافي د ځواکونو نه ځیني سیمي په بیرته اخیستلو کې کامیاب شوي دي.

په واشنتګټن نیشنل ډیفینس پوهنتون کې د خبرو پر مهال نوموړي په دې خبرې زور واچولی چې د لیبیا په اړه یی کومې فیصلې کړي د هغه د خارجه پالیسۍ په بنیاد شوي. هغه په خپله دفاع کې وویل،((یواځې په یوه میاشت کې دننه امریکا د خپلو بهرنی ملګرو سره په ګډه کار کړې چې یو پراخ بنسټه ایتلاف جوړ کړي، د خلکو د ساتنې لپاره بهرنې اعتبار تر لاسه کړي، د پوځ پرمختګ ودروي، د ټول وژنې مخنيوي وکړي او د خپلو ملګرو سره په مرسته د نه الوت سیمه جوړه کړي. دا چې څنګ زر دا پوځي او ډپلوماټيکی ردعمل مخې ته راغلو، په دې باندې پوهه کولو لپاره به تاسو ته ووایو چې په ۱۹۹۰ م کال چې کله په بوسنیا کې په خلکو ظلم کیدلو، د هغې په ترڅ کې نړیوالې ټولنې د خلکو د ساتنې لپاره ګامونه اخیستلو کې یو کال ولګولو ((

د دې ترڅنګ نوموړي دا وویل چې امریکا به په لیبیا کې په محدوده توګه پوځي عملیات کوي او په ۳۰م مارچ به د عملیاتو واک ناټو ته سپاري. او امریکا به یواځې د ملاتړې رول لوبوي.

نوموړي دا خبرې په داسې حال کې کړي چې په لندن کې د لیبیا په اړه یو مهم نړیوال کانفرنس کیږي . د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن تر څنګ د یو شمیر هیوادونو د خارجه چارو وزیران به په دې کانفرنس کې ګډون کوي. د ناټو، ملګري ملتونه، عرب لیګ او د افریقایی هیوادنو اتحادیې چارواکی به هم په دې کې برخه اخلي او په قذافي باندې د واک پریښودلو زور اچوي.

په بارک اوبامه باندې د کانګریس لخوا نیوکې کیدې چې په لیبیا کې د ملګرو ملتونو قرارداد عملي کولو په ترڅ کې یی د عملیاتو کولو په اړه د پارلیمان غړو سره سلا مشوره نه وه کړې. د دې سره سره په امریکا کې د یوې سروې د رایو شمیر ښایي د زیاتره امریکایانو دا سوچ دی چې د پوځي عملیاتو کولو فیصله سمه وه. خو نوموړي په کلکه دا وویل چې قذافي د واک نه لرې کولو لپاره به هیڅ کله د تشدد لار نه خپلوي.
نوموړي د لیبیا د حالاتو په اړه زیاته کړه چې په عراق کې صدام حسین د واک نه لرې کولو په اړه چې امریکا کومه لاره خپله کړې وه، هغه جګړې ۸ کاله واخیستل او ګڼ شمیر عراقي او امریکایي خلک پکې ووژل شو. او ډیر مالي نقصان وشو.
نو ځکه امریکا اوس په لیبیا کې داسې کول نه غواړي.

د خپلې وینا په آخره کې نوموړي د لیبیا تر څنګ د ټول عرب هیوادنو د حالاتو په اړه وویل، چې نوی کول نور دا نه شی برداشتولې چې د هغوی حقونه تر پښو لاندې شي. د شام نه واخله تر اردن پورې، بحرین او یمن بلکه ټول عرب هیوادونو کې خلک ویښ شوي. اوبامه وویل چې هر ځایی کې به د دې نتیجې بدلې وي))پرمختګ به یو شان نه وي. او بدلون به په بیلا بیلو هیوادونو کې جدا جدا وي. د مصر په شان داسې هیوادونه دي چې دا بدلون به زموږ امید زیات کړي. او بیا د ایران شان ملکونه دي چې بدلون په زوره ځپي ))

د امریکا ولسمشر بارک اوبامه زیاته کړه . د کورني او فرقه ایز جنګ د ناوړه طاقتونو مخه اړول پکار ده. سیاسي او اقتصادي اندیښنو ته یې باید سمه پاملرنه وشي.

هغه زیاته کړه امریکا د دې بدلون رفتار او پراختیا په اړه فیصله نه شي کولې. دا يواځې د سیمې خلک کولې شي.بارک اوبامه یقین څرګند کړ چې د بدلون دا څپه پرشا نه شي تمبیدلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG